اعتراض کونکي د عمان د یوه ساحلې ښارګوټې په مارکیت کې څو ځایه راټول شوي وو او مارکیت ته یې اور واچاوه.
د خلیج په دې ستراتیژیک هیواد کې له څو ورځو راهیسې نارامې دي او د نښتو په مهال خلک هم وژل شوي دي.
امنیتي ځواکونو سوهار ته تللې لويې لارې، چې د پایتخت مسقط په تقریبا دوه سوه شل کیلو مترۍ کې پروت دی، بندې کړې دي او په دې توګه هڅه کوي، چې د مظاهره کونکو مخه ونیسي.
عمر الابري چې د عمان د دولتی خبري اژانس یو چارواکی دی وایي، تر هغه وروسته چې پولیسانو د سلګونو مظاهره کونکو د خورو ورو کولو لپاره چې د سوهار لاره یې نیولې وه، اوښکې بهونکي ګاز استعمال کړ او ربړي ګولې یې وویشتي، نو د یوه تن وژنه د شنبې په ورځ تایید شوه. د دولتي روغتون چارواکي د دوو تنو د مرګ خبره کوي.
پر عمان یوه ځواکمنې کورنۍ له مودو راهیسې واک چلوي. عمان او ایران په ګډه د هرمز تنګې یوه برخه کنترولوي. دا هغه لاره ده، چې د نړۍ نیژدي په سلو کې څلویښت د تیلو ټانکرونه ورباندې تګ راتګ کوي.
عمان همداشان د ایران او لویدیځ ترمنځ د یوه منځګړی په توګه رول لوبوي ځکه دا هیواد له تهران او واشنګټن دواړو سره ډیرې ټینګې اړیکې لري.
په دې هیواد کې ډیرې لږي مظاهرې کیږي خو د عمان حاکم سلطان قابوس بن سعید وویل، هغه به ډیر ژر د اصلاحاتو د راوستو لپاره کار وکړي او په دې توګه به د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي، چې په هغې کې د کار د موقع پیدا کول او د هیواد په چارو کې د خلکو ډیره برخه اخیسته شامل دي.
د یکشنبي په ورځ قابوس بن سعید د ۵۰۰۰۰ نویو دولتي وظیفو اعلان وکړ او هغه کسانو ته، چې د کار په لټه دي هره میاشت د یونیم سل ریالو ورکول منظور کړل، چې دری سوه نوی ډالره کیږي.
تر دې یوه ورځ مخکې یې د کابینې شپږ تنه غړي بدل کړل.
ټاکل شوي، چې یو لوړ رتبه هیات سوهار ته ولاړ شي او له هغو مظاهره کونکو سره وغږیږي، چې د یکشنبې په ورځ یې موټرونو، د پولیسو یوه مرکز او حکومتي ودانیو ته اور ورته کړ.
د خلیج په دې ستراتیژیک هیواد کې له څو ورځو راهیسې نارامې دي او د نښتو په مهال خلک هم وژل شوي دي.
امنیتي ځواکونو سوهار ته تللې لويې لارې، چې د پایتخت مسقط په تقریبا دوه سوه شل کیلو مترۍ کې پروت دی، بندې کړې دي او په دې توګه هڅه کوي، چې د مظاهره کونکو مخه ونیسي.
عمر الابري چې د عمان د دولتی خبري اژانس یو چارواکی دی وایي، تر هغه وروسته چې پولیسانو د سلګونو مظاهره کونکو د خورو ورو کولو لپاره چې د سوهار لاره یې نیولې وه، اوښکې بهونکي ګاز استعمال کړ او ربړي ګولې یې وویشتي، نو د یوه تن وژنه د شنبې په ورځ تایید شوه. د دولتي روغتون چارواکي د دوو تنو د مرګ خبره کوي.
پر عمان یوه ځواکمنې کورنۍ له مودو راهیسې واک چلوي. عمان او ایران په ګډه د هرمز تنګې یوه برخه کنترولوي. دا هغه لاره ده، چې د نړۍ نیژدي په سلو کې څلویښت د تیلو ټانکرونه ورباندې تګ راتګ کوي.
ډیر ژر د اصلاحاتو د راوستو لپاره کار وکړم او په دې توګه به د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايم.
بن سعید