د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

ناټو:په بروکسل کې به د امنیت د انتقال د بهیر په څرنګوالي بحثونه وشي


په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي
د ناټو د غړوهېوادونو د دفاع د وزیرانو دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو تیارۍ پیل شوي.

په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په پام کې ده، چې دا غونډه د راتلونکې میلادي میاشتې په یولسمه نېټه په بروکسیل کې پرانیستلې شي.

ښاغلي میډلي وویل، چې د ناټو د دفاع وزیران به په دې غونډه کې په افغانستان کې د امنیت د انتقال د بهیر په څرنګوالي پراخ بحثونه وکړي.

د میډلي په وینا په دې غونډه کې به د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک هم ګډون وکړي:

(د ناټو د دفاع د وزیرانوغونډه به د مارچ میاشتې په یولسمه نېټه په بروکسل کې جوړه شي او دا غونډه داسې ده چې تل جوړیږي کومه ځانګړې غونډه نه ده.

په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو سربیره به د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په اړه به هم په کې بحثونه وشي.)

د ناټو د دفاع وزیران دا بحثونه په داسې حال کې پیلوي، چې د افغان ولسمشر په وینا د را روان لمریز په پیل کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤلیتونو د سپارلو بهیر پیل شي.

له بل لوري په داسې حال کې، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال لپاره تیارۍ روانې دي، وسله والو مخالفینو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلې حملې زیاتې کړي.

کتونکي دغه حالت ته په پام سره اندیښمن دي، چې ممکن دغه حملې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر له ستونزو سره مخ کړي، خو د ناټو چارواکي وایي، دغه بهیربه په خپل ټاکلي وخت پیل شي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې په پام کې ده، چې د سعودي عربستان په جده ښارکې د تماس د ډلې غړي په یوه ناسته کې راټول شي.

د ناټو د ملکي استازي ویاند که څه هم دا ناسته تایید کړه، خو د اجنډا په اړه یي زیات جزیات ورنه کړل:

(دغه غونډه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس، په کوربه توب په جدې ښار کې جوړیږي، په دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډېو هېوادونو د استازو سربیره به د څلویښت هېوادونو استازي ګډون وکړي، دا ډله د نړېوال تماس په نوم هم یادیږي.)

د جدي په ناسته کې د ځینو نورو چارواکو ترڅنګ د افغانستان لپاره د لویدیځو او یو شمېر نورو هېوادونو ځانګړي استازي هم ګډون کوي.

که څه هم دغه ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو د چارو د همغږي کولو لپاره ګمارل شوي، خو کتونکي بیا هم دا انتقاد کوي، چې په افغانستان او سیمه کې د نړېوالو هڅې لا هم همغږي نه دي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG