د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

یوه مخابراتی دستګاه چې په غیرقانوني توګه يي فعالیت کاوه نیول شوی


د مخابراتي خدماتو د نتظیم د ادارې مسئول انجینر خیرمحمدفیضي
د مخابراتي خدماتو د نتظیم د ادارې مسئول انجینر خیرمحمدفیضي
د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي، په هېواد کې یي د غیر قانوني مخابراتي اړیکو بندولو او د عامو مخابراتي اړیکو د محرمیت خوندي ساتلوته، یو لړنوي قانوني تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت د مخابراتي خدماتو د نتظیم د ادارې مسئول انجینر خیرمحمدفیضي، چې د دوشنبې په ورځ یي یوه نیول شوی غیر قانوني مخابراتي دستګاه خبریالانو ته تشریح کوله، وویل چې دا ډول فعالیتونه نه یوازې دا چې د خلکو د ځورونې سبب ګرځي بلکه د مخالفینو د بریدونو له پلي کولو سره هم مرسته کولای شي.

ښاغلي فیضي وویل، دوي به هیچا ته دا اجازه ورنه کړي چې په غیر قانوني توګه دې په هېواد کې مخابراتي شبکې فعالې کړ:

(د اساسي قانون اوه دیرشمه ماده وایي، د مخابراتي اړیکو محرمیت خوندي دی، ماده وايي ان دولت هم حق نه لري چې د قانون او عدلي او قضایي ارګانونو له پریکړې پرته دی د چا مخابراتي اړیکه واوري.)

ده وویل، دا غیر قانوني مخابراتي دستګاه چې دوي د کابل ښار په یوې سیمه کې نیولې ده، په یوه وخت کې یي کولای شول چې د څه کم سلو سیم کارټونو غیر قانوني او پټې مخابراتي اړیکې له بهرنیو هېوادونو سره ټینګ کړي.

له دې مخکې هم څو ځلي په کابل ښار کې ورته غیر قانوني مخابراتي دستګا ګانې نیول شوي او عاملین یي قانوني ادارو ته سپارل شوی دی.

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مسئول دا هم وویل، چې په دې برخه کې یي قانوني صلاحیت او تخنیکي ظرفیتونه بشپړ شوی او د غیر قانوني مخابراتي اړیکو مخه به ونیسي:

(د مخابراتي خدماتو د تنظیم په قانون کې مو دا حکم هم زیاد کړی چې په غیر قانوني توګه د نورو د مخابرو اوریدل جداآ منع دی.

موږ به دا ټول غیرقانوني فعالیتونو بند کړو او که څوک دې کار ته اقدام وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.)

سره له دې چې یاد وزارت په دې برخه کې د خپلو قانوني او تخنیکي صلاحیتونو خبرې کوي خو خلک وایي اوس هم په هېواد کې داسې مخابراتي اړیکي فعالې دي، چې د خلکو د ځورونې سبب کیږي.

خلک دا هم وایي، که له یوې خوا مخابراتي پراختیا خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي دي له بلې خوا مجرم ته اسانیتاوې برابرولې شي، خلک د مشکوکو مخابراتي اړیکو د کنټرول هیله مند دی.
XS
SM
MD
LG