د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ولسي جرګې اخرهم خپل مشر وټاکه


د کابل چاپ ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د ولسي جرګې د مشر ټاکلو او بریتانیي ته د ولسمشر کرزي سفر ته ځانګړې کړي او په دې اړه یي بېلابېلې تبصرې کړي، چې حمید مومند ترې لاندې راپور برابر کړی دی.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه څنډه کې لیکلي، چې ولسي جرګې بالاخیره خپل مشر وموند.

ورځپاڼې لیکلي، چې ولسي جرګې وروسته له اوږدو ناندرېو پرون د رایو په اکثریت د کندز ولایت استازې عبدالرؤف ابراهیمي د خپل مشر په توګه انتخاب کړ.

ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي ابراهیمي په اړه لنډ معلومات خپاره کړي او لیکلي، چې عبدالرؤف ابراهیمي، چې په قوم ازبک دې، د حزب اسلامي د پخواني قومندان لطیف ابراهیمي ورور دې.

ورځپاڼه لیکي، چې دې خپله هم پخوا د حزب اسلامي غړې وو، خو بیا د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند ته واوښت.

خدمتګار لیکلي، چې ښاغلي ابراهیمي د جرګې له ټولو غړو وغوښتل، چې له ده سره د چارو په سمیون کې همکاري وکړي.

ملي ارمان:


ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي اوس، چې ولسي جرګې مشر وموند وکیلانو کله دا فکر هم کړې، چې د دوي نوې مشر د دې پوسټ لپاره د مدیریت لازمه پوهه لري.؟

ورځپاڼه په دې باور ده، چې ولسي جرګه د قانون جوړولو یوه اداره ده او کوم کوچنې کلې نه دې، چې ورته د کم سواد درلونکې ملک وګمارلې شي.

ورځپاڼه وړاندې سپارښتنه کوي، که چېرې د ولسي جرګې د غړو دا انتخاب د دې مصلحت له مخې وي، چې دوي له روان بحران څخه وځي، نو اوس پکار ده، چې د ولسي جرګې د مرستیالانو او منشیانو په انتخاب کې دا ټول معیارونه په پام کې ونیسي.

زه مو لیونې کړم خدای دې تاسو هم لیوني کړي دا د ولسي جرګې د لنډ مهاله مشر هغه الفاظ دي، چې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې راخیستي او لیکلي، چې ښاغلي عثماني دا الفاظ وروسته له هغې وکارول، چې یو شمېر وکیلانو تر ده د بې کفایتۍ تور ولګاوه.

د ورځپاڼې په وینا دا د هغو مشاجرو یوه برخه وه، چې پرون د ولسي جرګې د دایمي مشر له انتخاب نه مخکې په دې جرګه کې موجود وو.

بریتانیی ته د ولسمشر کرزي سفر بله مهمه مسئله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې بحث کړې او په دې اړه یي جلا جلا تحلیلونه وړاندې کړي.


خدمتګار:

خدمتګار لیکلي، چې ښایي بریتانیي ته د ولسمشر کرزي د سفر یو هدف هم دا وي، چې په لندن کې د سولې په تړاو د پیل شوي بهیر په اړه له بریتانوي چارواکو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې په لندن کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

د ورځپاڼې په وینا په دې خبرو کې غلام فاروق وردګ د افغان دولت په استازیتوب، مولوي عبدالسلام ضعیف د منځ لارو طالبانو او ملا تورجان او دوه نور کسان، چې نومونه یی نه دي خپاره شوي د وسله والو طالبانو په استازیتوب برخه لري.

ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر کرزې به هڅه وکړي، چې دا ټولې هڅې د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې پر مخ یوړلې شي.

ملي ارمان:

خو ملي ارمان بیا د انتقالي عدالت د همغږۍ د ډلې په حواله لیکلي، چې د سولې ټولې هڅې باید د عدالت په پام کې ساتلو سره پر مخ یوړلې شي.
XS
SM
MD
LG