د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

ولسمشرکرزي کونړ ته د استول شوي پلاوي د راپور په اړه اندېښنه څرګنده کړه


ولسمشرکرزی
ولسمشرکرزی
د دغه راپور له مخې نړیوالو ځواکونو د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د دریو ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې د څلویښتو ماشومانو په شمول پینځه شپیته ملکي وګړي وژلي دي.

خو ناټو ځواکونو تر اوسه پورې د تیرې اوونۍ په دغو عملیاتو کې د ملکیانو د وژل کیدو خبره په رسمي ډول نه ده تائید کړې.

ناټو د یوې ویډیو په ترلاسه کولو سره تینګار کوي، چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې چې د فبرورۍ په اولسمه نیټه تر سره شوه، د دوی مځکنیو او هوايي ځواکونو یوازې وسله وال په نښه کړي دي.

ولسمشر حامد کرزی


اسوشیېټد پرېس اژانس د افغان حکومت د پلټونکو د ټیم د یوه غړي شهزاده مسعود په حواله وايي، چې په کونړ کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه دوی د خپلو تحقیقاتو راپور د یکشنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړی دی.

په عین حال کې د ولسمشرکرزي دفتر ویلي، چې دوي په کونړ کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه د استول شوي پلاوي د تحقیقاتو نتیجو اندیښمن کړي دي.

شهزاده مسعود وویل، دوي خپل راپور له روغتیايي مسولانو، ځایي مشرانو، محلي چارواکو او افغان امنیتي مقاماتو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ برابر کړی او له ناټو ځواکونو سره يې هم د خپل راپور نتیجه شریکه کړې ده.
شهزاده مسعود


دغه راز تیره اوونۍ په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد چې د غازي اباد ولسوالۍ کې يې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه پلټونو کې ونډه درلوده خبریالانو ته وویل.

خو د شهزاده مسعود په وینا، ناټو ورته ویلي، چې ښايي په دغوعملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان اوښتی وي خو په دومره لوړه شمېره کې نه څومره چې افغان پلاوي ښودلی دی.

په عین حال کې د ناټو ویاند پرون وویل، چې د دوي لومړنۍ پلټنې ښېې چې د غازي اباد په عملیاتو کې ۷ او یا ۹ تنه ملکیان ژوبل شوي دي.

هغه ویلي، دوي د هر ملکي مرګ ژوبلې له امله بخښنه غواړي او ناټو به هغو کورنیو ته تاوان ورکړي، چې عزیزانو ته يې په دغو عملیاتو کې زیان اوښتي دی.
XS
SM
MD
LG