د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله د سولې شورا په کړنو باندې نیوکه لري


په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا د هېواد په دننه او بهر کې خپلې هڅې پراخه کړي، د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وایي دغه هڅې بې ګټې دي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سولې عالي شورا په کارونو او کړنو باندې ځکه انتقاد لري چې لومړیتوبونه یې له پامه غورځولي.

د انتقالي عدالت مسول اجمل بلوچ زاده وویل، د افغانستان د سولې عالي شورا له خپل هدف څخه قدمونه وړاندې ایښي، نوموړي په دې اړه وویل:

(څو میکانیزمه دي لومړی باید حکومتي ادارې له جنګي جنایت کارانو څخه پاکې شي، اداري فساد باید له منځه ولاړ شي، د سولې عالي شورا له دغه میکانیزم څخه وړاندې قدمونه ایښي دي، له اداري فساد سره سوله راوستل امکان نه لري، له سالمې محکمې پرته سوله راوستل ګران بریښي، د نا امنه سرحدونو په موجودیت کې سوله راوستل ناشوني ده.

کوم کارونه چې د سولې عالي شورا کوي دا د احساساتو له مخې دي دوي احساساتي شوي دي او مخالفینو ته اوښکې تویوي چې زموږه وروڼه یي سوله راسره وکړي. )

د سولې په عالي شورا دغه انتقادونه په داسې مهال کې کیږي، چې د غه شورا غواړي د وخت په تیرېدو سره په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې کړي، خو د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وایي د سولې عالي شورا سیاسي لوبې پیل کړي او د افغانستان خلک په راز راز خبرو تیر باسي.

د دغې ډلې یو تن غړی یونس اختر خپل انتقادونه داسې مطرح کړل:

(د افغانستان حکومت په اوسنیو او تیرو وختونو کې د سولې په وړاندې ډیر سطحي چلند کوي او په حقیقت کې د افغانستان خلک په راز راز خبرو تیر باسي.

دا هغه معاملې دي چې له یو بل نه د امتیاز اخیستلو په بدل کې اجرا کیږي، په تاسف سره باید ووایو چې په افغانستان کې دغه کارونه نتیجه نه ورکوي.

خپله وسله وال مخالفین هم مشخص نه دي او دولت هم تل وایي، چې مخالفین ځانګړی ادرس نه لري، دغې شورا تر اوسه د سولې په برخه کې هیڅ هم نه دي کړي.)


خو د سولې د عالي شورا غړي بیا دا انتقادونه ناسم بولي او وایي، چې هلې ځلې یي یوازې د پخلاینې لپاره دي.

د دې شورا غړي دا هم وایي، چې هڅې ځینې پرمختګونه له ځانه سره لري، خو بیا هم کومې نتیجې ته رسیدل وخت غواړي.‍

د سولې عالي شورا مرستیال عطا الله لودین ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دوي یوازې او یوازې د سولې لپاره کارکوي او بل کوم هدف نه لري.

لودین زیاته کړه، څوک چې د شورا کارونه سمبولیک بولي هغه کسان دي چې د سولې په ارزښت نه پوهیږي او نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي.

نوموړي وویل، په ولایتونو کې د کمېټو جوړول به د سولې راوستلو له بهیر سره لا مرسته وکړي.

د سولې عالي شورا د سولې مشورتي جرګې په سپارښتنه په دې هدف جوړه شوې چې مخالفینو او حکومت ترمنځ د سولې جوړ جاړی وکړي، خو د کتونکو په وینا تر اوسه پورې یې کومه لویه لاسته راوړنه نه ده ترلاسه کړې.

راپور:اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG