د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

په لیبیا کې د معرالقضافي پر ضد پاڅون دوام لري


معرالقضافي
معرالقضافي
د لیبیا لړزیدلي رژیم خپلو ملکي ملاتړو ته وسلې ورکړې او دغو کسانو د شنبې په ورځ طرابلس ته د غزېدلو لارو په اوږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړې تر څو ښار ته د مظاهره کوونکو د داخلېدو مخه ونیسي.

د طرابلس په ختیځ کې د تجورا سېمې اوسیدونکو کانکریټې بندۍ،غټې ډبرې او ان ونې يي په سړکونو کې اچولې تر څو د معمرالقضافۍ ضد مظاهره کوونکي په موټرو کې ښار ته داخل نه شي.

وسله وال کسان چې زرغونې پټۍ یي ترمټو تړلې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او تجورا ته تلونکي خلک پوښتې او لټون یي کوي. په تجورا کې په دیوالونو او نور ځایونو لیکل شوي قضافي یهود دی. مرګ پر سپي. تجورا ازاده ده.

له مرکز طرابلس څخه بهرمخالفانو د لیبیا ساحلې ښارونه چې د نفوسو زیاته برخه په کې ژوند کوي، نیولي دي.

مخالفانو د شنبې په ورځ د قضافي د پوځ یو جنرال او یو عسکر چې غوښتل یي د پوځ په واسطه د طرابلس په ختیځ کې یوه هوایې اډه بیرته ونیسي، هم ونیول .

د لیبیا دولتي خبري اژانس دغه راز وویل، مخالفو وسله والو د هوایي ځواکونو یو قوماندان او یو شمېر نور افسران هم نیولې دې.

د جمعې په ورځ د قضافي ملاتړو چې د غلچکو بریدونو کسان هم په کې وو، پر هغو مظاهره کونکو ډزې وکړې چې غوښتل یي په طرابلس کې د حکومت پر ضد مظاهرې وکړي.

د طرابلس یوه اوسیدونکي د قضافي د ملاتړو ملیشو له خوا د ملکي خلکو د وژنې یوه صحنه داسې بیان کړه:

(دوي ټول ووژل شول. ټوله کورنۍ. دوي ان په امبولاسونو کې د سپرو تورپوستو وسله والو له خوا ووژل شول. دوي پر خلکو ډزې کولې.)

د تور پوستو څخه مقصد د افریقایي هېوادونو هغه وسله وال دي چې د قضافي د ملاتړ په مقصد طرابلس ته راغلي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ وویل، معمر القضافي د واکمنۍ لپاره مشروعیت له لاسه ورکړی او باید له واکه لیرې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وایي، د لیبیا په شخړو کې له زرو زیات کسان وژل شوي دي.

معمر القضافي نه غواړي له قدرته لېرې شي او د جمعې په ورځ یي وویل، د ویني تر وروستي څاڅکي پورې به مقاومت وکړي. ده خپلو راټولو شوېو ملاتړو ته په وینا کې وویل:

(معمر القضافي ستاسو په منځ کې دی، زه د خلکو په منځ کې ولاړ یم. موږ به وجنګیږو او ټول هغه کسان به ووژنو چې غواړي زموږ د هېواد لیبیا د خاورې کومه برخه خرابه کړي، د ګرانې لیبیا خاوره.)

د شنبې په ورځ د لیبیا د مرکز طرابلس زیاتره اوسیدونکي په خپلو کورونو کې ناست وو، دوي د ښار په امنیتي پوستوکې له وسله والو باڼدونو څخه په بیره کې دي.
XS
SM
MD
LG