د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

نجفي:که پامیرهوايي شرکت د مسافرینو بیمه ورنه کړي نو جواز به يي واخیستلای شي


 د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر داود علي نجفي
د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر داود علي نجفي
په داسې حال کې چې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د پامیر د هوایي لیکي د الوتکي، د لوېدو په اړه شوېو څېړنو یې څرګنده نتیجه نه ده ورکړې، پامیر هوايي شرکت ته خبردارې ورکړ، که د مسافرینو بیمه ورنه کړي، نو جواز به یي واخیستلای شي.

د پامیر هوايي شرکت دغه الوتکه د روان لمریز کال د غوايي پر 27مه، چې له کندز څخه کابل ته روانه وه، د شکر درې په غرونو کې د رادار له څپو ورکه شوه او 43 تنه په کې ووژل شو.

د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر داود علي نجفي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې څو ځله یي د پامیر هوايي شرکت او بیمې له شرکته غوښتي چې د وژل شوو خلکو بیمه ورکړي:

“موږ څو ځله غونډه وکړه، د بېمې او پامیر هوايي شرکتونو استازي مو هم راغوښتي وه، ملي شورا ته ولاړو، ان د بیمې شرکت ته مو توند لیک ولیکي او ورته مو وویل، هغه شرکتونه چې ستاسو سره بیمه دي هم موږ ته د منلو وړ نه دي او دویم دا چې که بیا هم موږ کومه نتیجه لاسته رانه وړه، موږ به د پامیر هوايي شرکت جواز ځکه واخلو چې د بیمې مسئله یې نه ده حل کړې.”

ښاغلي نجفي وویل، د دې الوتکې د لوېدو د علت په برخه کې، روسیې، امریکا، انګلستان، بلغاریا، اکراین او مکدونیې څېړني وکړې، خو روښان لامل یې نه دی معلوم شوی.

نوموړی وايي، د پامیر هوايي شرکت د لوېدلې الوتکۍ تور بکس، د الوتکۍ د ثبت او خبردارې الې د الوتکۍ د لوېدو له امله پاکې شوي دي.

د پامیر هوايي شرکت د الوتکۍ د رالوېدو د څېړنو شا او خوا 10 میاشتې کیږي، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، اوس وايي، چې د دې الوتکۍ کار په 2008 کال کې په بلغاریا کې پای ته رسېدلی و او د نوموړي شرکت چارواکو په جعلي اسنادو دا الوتکه د پامیر هوايي شرکت له خوا په افغانستان کې بیا په کار اچولې وه.

داود علي نجفي وايي، چې دا موضوع عدلي او قضايي ادارو ته وړاندې کوي او څارنوالۍ باید په دې اړه خپلې څېړنې وکړي:

“وزارت د مشکوکو اسنادو په برخه کې خپله دنده سرته رسولې، چې رسما یې د بلغاریا سره اړیکې ونیولې، اوس زموږ شک په حقیقت بدل شو، هغوي موږ ته رسمي لیک ولیږه، چې اسناد جعلي وه.

هغه چا چې په دې کې لاس درلوده، کله چې موږ په جنايي برخه کې دا قضیه وړاندې کوو، څارنوالۍ باید په دې اړه له هغوي څخه خپلې څېړنې وکړي.”

په لوېدلې الوتکه کې د وژل شوو کسانو خپلوان بیا د ترانسپورټ وزارت په دې برخه کې ګرم بولي او وايي، چې دې الوتکۍ څنګه د الوتو اجازه تر لاسه کړې وه.

د دوي له جملې څخه کریمه چې ځوانه لور یې په دغه الوتکه کې وژل شوې وايي:

“دا الوتکه له قبرستانونو څخه رانیول شوې وه، د استهلاک دوره یې وه، افغانستان ته راوستل شوه ولې ورته اجازه ورکول شوه؟

او دا چې تاسو وایاست چې تور بکس یې سپین شوی، دلیل یې څه دی؟ دا څه دلیل و چې الوتکه 6 ورځې ورکه وه؟ دې ضرور یو لامل درلوده چې شپږ ورځې وروسته الوتکه پیدا شوه.

په یوه هېواد کې چې د نړۍ 36 هېوادونو وي، رادار یې هم د امریکا په لاس کې وي، چې ستن د افغانستان غرو ته راشي ویني یي یوه الوتکه نه ویني؟”

په افغانستان کې د اریانا افغان دولتي شرکت تر څنګ، د کام ایر، صافي او پامیر تر څنګ ځینې نور نړېوال هوايي شرکتونه هم فعالیت لري، خو په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان الوتکۍ له اروپا څخه بندې شوې.

د افغانستان پر الوتکو اروپا ته د تګ د بندیز یو علت هم د دې الوتکو د خوندیتوب او الوتنې د سمو سیستمونو نه درلودل یاد شوي دي.

راپور-معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG