د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

په کابل کې د ماشومانو د روغتیا په اړه یو کنفرانس جوړ شو


د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټر ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټر ثریا دلیل
په افغانستان کې د ماشومانو د روانې وضعې په اړه د اندیښنو په ډیرېدو سره افغان دولت او نړېواله ټولنه هڅه کوي، چې په دې برخه کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو لپاره لازمې اقدامات وکړي.

د همدې هڅو په لړکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په کابل کې د ماشومانو د روغتیا په اړه یو نړېوال کانفرانس پرانیستلې.

په دې دوه ورځني کانفرانس کې، چې د ماشومانو د انسټیټیوټ د پنځمې کلیزې په ویاړ پرانیستل شوې، د ماشومانو د روغتیا ماهرین په کې ګډون لري.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټر ثریا دلیل د دې نړېوال کانفرانس د پرانیستلو په مهال وویل، چې دغه متخصصین، چې له فرانسې او په پاکستان کې د اغا خان له پوهنتون څخه راغلي د عامې روغتیا له وزارت سره خپلې تجربې شریکې کړي:

(دغه کنفرانس ته د اغاخان پوهنتون او د فرانسې نه د ماشومانو متخصصین راغلي دي او د ماشومانو د روغتیا په اړه وروستي معلومات او لاسته راوړنې د ماشومانو د متخصصینو سره شریکیږي.

په دغه دوو ورځو کې د ماشومانو د جراحي عملیاتو، اورتوپیدي،عصبي جراحي او د ماشومانو عاجله مراقبتونو په اړه بحثونه کیږي.)

په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا دا انسټیټیوټ د فرانسې له خوا جوړ شوې، چې په کې د ماشومانو د زړه عملیات هم کیږي.

که څه هم ډاکټر دلیل د ماشومانو د روغتیا دا انسټټیوټ د ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو یوه ښه او معیاري بیلګه بولي، خو عام خلک شکایت کوي چې د روغتون فیس لوړ دی او بې وزلي خلک نه شي کولای د روغتون د خدمتونو څخه ګټه واخلي.

خو په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې انستیتوت رییس ډاکټر عزیز احمد جان وایي د دوي فیس تر هغه څه ډیر کم دی چې خلک یي په اړه شکایت کوي،.

دې وایي چې هغه پیسې چې له ناروغانو یي اخلي د دوي د فیس او لګښتونو یوه ډیره کمه برخه جوړوي او د دې انستیتوت فیس نه ټیټیږي خو په مقابل کې د خیریه ټولنې له خوا غواړي د بې وزلو سره په پراخ ډول مرستې وکړي:

(هغه فیس چې اوس یي اخلو ټیټیږي نه بلکې د هغې په مقابل کې موږ د خپلې خیریه ټولنې بودیجه لوړوو، تر څو خلک د دې خیریه ټولنې له بودیجې نه ګټه واخلي.

تیر کال مو د خیریه ټولنې بودیجه دوه اعشاریه درې میلیونه امریکایي ډالره وه خو سږکال د افغانستان د عامې روغتیا د وزرات په مرسته زموږ د خیریه ټولنې بودیجه له درې میلیونه امریکایي ډالره لوړیږي.)

ډاکتر دلیل وایي د دې لپاره چې اړ او بې وزلي خلک د دې روغتون د خدمتونو نه برخمن شي په پام کې لري چې په روان کال کې شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالره د روغتون سره مرسته وکړي.

د فرانسی له خوا د ماشومانو انستیتوت د پنځه کلونو را پدیخوا په افغانستان کې فعالیت کوي او د افغانستان او فرانسې د حکومتونو او د اغاخان بیناد له خوا تمویلیږي.

د دې روغتون د چارواکو په وینا هر ورځ شاوخوا ۳۵۰ ماشومان دې روغتون ته مراجعه کوي چې زیاتره یي د سینه بغل ناروغان دي.

د روغتون چارواکې وایي، چې په دوو راتلونکو کلونو کې غواړي دا روغتون پراخ کړي تر څو ډیرو ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کړای شي.

رپورټ: مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG