د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

ایساف: په عملیاتو کې د عام وګړو د وژنې په اړه څېړنې کوو


د ملکي تلفاتو موضوع د افغان حکومت او ناټو ترمنځ تل ناندرۍ پارولې دي
د ملکي تلفاتو موضوع د افغان حکومت او ناټو ترمنځ تل ناندرۍ پارولې دي
د ناټو په مشرۍ د ایساف چارواکو پرون وویل، دوی د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د خپلو ځواکونو د هغو پوځي عملیاتو په اړه تحقیقات پیل کړي دي، چې ښايي په ترڅ کې یې یوشمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي وي.

د ایساف ویاند ډګروال پاتریک هاینس په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ناټو د ملکي تلفاتو موضوع ته په ډېره جدي سترګه ګوري او ډېرژر به په دې اړه تحقیقات وکړي.

له کونړ وروسته اله سای

د اله سای ولسوال محمدعمري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د پنجشنبې ورځې په سهار د آیسف یوه هیلیکوپټر په دې سیمه کې پر دریو نارینه و او دوو ماشومانو ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې پنځه واړه وژل شول.

د ملکي وګړو تلفات هغه لانجمنه موضوع ده، چې د افغان حکومت او د هغه د لویدیځو متحدانو ترمنځ یې تل فاصله رامنځ ته کړې.

د ۲۰۱۰ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ملکي افغانانو په تلفاتو کې د ۲۰۰۹ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل زیاتوالی راغلی.

م.م
په همدې اوونۍ کې د کونړ والي وویل، چې په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په څلور ورځنیو عملیاتو کې ۶۴ افغانان ووژل شول. افغان ولسمشر حامدکرزي په دې سیمه کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر څه باندې پنځوس کسه اعلان کړ.

خو د ناټو جګپوړي چارواکي دا ارقام نه مني او وایي، چې د دوی د راپورونو له مخې د دې برید په ترڅ کې یوازې وسله وال وژل شوي خو دوی بیاهم په دې اړه د تحقیقاتو ژمنه وکړه.

تېرکال د ملګروملتونو په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې د ۲۰۱۰ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ملکي افغانانو په تلفاتو کې د ۲۰۰۹ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل زیاتوالی راغلی.

د همدې راپور له مخې په همدومره وخت کې ټول څه باندې شپږزره او دوه سوه ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان وو. په راپور کې د وژل شویو ملکیانو شمېر څه باندې دوه زره او څلورسوه ښودل شوی و.
XS
SM
MD
LG