د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

ډنمارک به له ۲۰۱۲ کال وروسته په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوي


په کابل کې د ډنمارک سفیر
په کابل کې د ډنمارک سفیر
په کابل کې د ډنمارک سفیر وایي، چې که څه هم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د دوي جنګي ماموریت پاې ته رسیږي، خو تر هغې وروسته به دوي د یو ملاتړي او سلاکار ځواک په توګه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ډنمارک د سفیر په وینا په افغانستان کې د دوي د ماموریت بڼه د هغې موافقې له مخې بدلیږي، چې د ډنمارک د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ شوې.

کارسن دمزګارد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې به ډنمارک په افغانستان کې خپل پوځي حضور په بشپړه توګه پای ته ورسوي.

کارسن دمزګارد، چې د خپل هېواد د پوځي او ملکي مرستو په اړه معلومات ورکول وویل، چې دوي د روان کال له پیل څخه د افغان امنیتي ځواکونو روزل پیل کړي:

(په دغه دوو کلونو کې به ډنمارکي ځواکونه د ملي اردو د دوو کنډکونو په روزلو کې چې لا د مخه ورسره کار کوي، ډیره برخه واخلي او هغوي ته به مشورې ورکړي.

د ۲۰۱۲ کال په پاې کې به د ډنمارک عملیاتي یا جنګي ګروپ په روزنکې او سلاکار ګروپ بدل شي.)

د ډنمارک سفیر وویل، چې د ۲۰۱۲ کال په پاې کې به په افغانستان کې د دوي د ۷۵۰ عسکرو نه سل بیرته خپل هېواد ته استول کیږي او پاتې عسکر به یي افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

په ورته وخت کې د ډنمارک سفیر زیاته کړه، چې دوي په روان کال کې نه یواځې په پوځي برخه کې خپلې مرستی زیاتی کړي بلکې په ملکي او پرمختیایي څانګه کې یي هم ۲۵ په سلو کې زیاتوالی راوستی دی.

ده زیاته کړه، چې په روان کال کې ډنمارک سل میلیونه امریکايي ډالره د افغانستان د پرمختیایي څانګې سره مرسته کوي، دې وایي:

(د ډنمارک پرمختیایي دوه اړخیزه مرستې په افغانستان کې په پرمختیایي څانګه کې ۲۵ په سلو کې ډیروالی راولي.

په افغانستان کې د ډنمارک پرمختیایي مرستې په امن، حکومتداری، ښوونې او روزنې او ژوند د ښه والي په برخه کې متمرکزې دي، موږ همدا شان په خپلو مرستو کې د ښځو د حقوقو او د قانون په پلي کېدو ټینګار کوو.‎)

ډنمارک په افغانستان کې د ایساف په چوکاټ کې۷۵۰ عسکر لري چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې یي څلویښت عسکر وژل شوي، چې ټول عسکر یي په هلمند کې میشت دی.

دا یو له لومړنیو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی چې د کابل کنفرانس له مخی د خپلو مرستو څخه پنځوس په سلو کې د افغان دولت له لارې لګوي.

که څه هم نړېواله ټولنه په افغان دولتي ادارو کې له اداري فساد څخه په وار وار سر ټکوی خو د ډنمارک سفیر ډاډه دی چې د دوي مرستې د افغان دولت له خوا په ځای او شفاف ډول لګول کیږي.

رپورټ: مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG