د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

کرزی:د کابل بانک بریدګر ته دې سخته سزا ورکړل شي


په ننګرهار کې شوی ځان مرګی برید
په ننګرهار کې شوی ځان مرګی برید
وروسته له هغې، چې په جلال باد کې د کابل بانک په څانګه کې د شوې وسله والې حملې انځورونه خپاره شول، افغان ولسمشر د هېواد قضایي ادارو ته لارښوونه کړې، چې په دې حمله کې نیول شوې وسله وال دې په اشدو مجازاتو محکوم کړي.

د دې حملې په ویډېو تصویرونو کې ښودل کیږي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی کس په دغه بانک کې په موجودو ملکي وګړو ډزې کولې او هغوي یي وژل.

د ولسمشر ویاند وحید عمر وویل، چې ښاغلي کرزي د هېواد له قاضي القضات نه غوښتي، چې نیول شوې کس، چې یو پاکستانې وګړې دې د شتو قوانینو په رڼا کې په درنه سزا محکوم کړي:

(د افغانستان ولسمشر حامد کرزي قاضي القضات خپل ځان ته را وغوښته او له هغه څخه یې وغوښتل تر څو دغه مجرم او سخت زړي تروریست ته درنه سزا ورکړي.

تر څو ژر تر ژره د افغانستان خلک د دې شاهدان واوسي چې دغه تروریست د خپل عمل په سزا ورسیږي.)

ښاغلي عمر د نیول شوي وسله وال اعتراف ته په اشارې له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې د تروریزم په خلاف روانه مبارزه باید د دوي په اصلي ځالو متمرکز کړي.

په جلال اباد کې د کابل بانک په څانګه دا حمله د شنبې په ورځ شوې او د دې حملې په اړه په خپاره شوېو ویډیویي انځورونو کې ښودلې کیږي، چې دغه پاکستاني وګړي، په حمله کې د پولیسو له یونیفورم نه کار اخیستې دې.

نیول شوی کس په خپلو اعترافاتو کې دا هم ویلي، چې د خلکو له وژلو یې خوند اخیسته، خلک په دې باور دي چې له دې ډول کسانو سره باید حکومت جدي چلند وکړي، د کابل ښار ځینې اوسیدونکي په دې اړه وایي:

د خلکو نظریات:

(۱ـ حکومت باید هغه سزا چې اسلام کې ده ده ته ورکړې او په عام محضر کې اعدام شي .

۲-له حکومت څخه غواړم چې نیول شوی کس باید اعدام شي تر څو نور ور څخه عبرت واخلي.

۳-دې دې حکومت په عام سړک ودروي او د ده لاس او پښې دې ورماتې کړي.)

افغان ځواکونه وایي، وسله والو مخالفینو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او تر ډیره په ملکي ځایونو حمله کوي.

د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونه وایي د مخالفینو د دا ډول حملو د مخنیوي لپار به جدي هلې ځلې پیل کړي.

په وروستیو دو اونیو کې په کابل ،کندهار،خوست، ننګرهاراو کندز ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو له خوا بریدونه وشول چې شاوخوا ۱۰۰ تنه په کې مړه او له دوو شوو څخه زیا ت ټپیا ن شول، چارواکي وایي د دغو بریدونو ډیر قربانیان ملکي بې ګناه کسان دي.
XS
SM
MD
LG