ځان وژونکي تن چې په يوه کرولا ډوله موټر کې ناست وو، د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې يي ځان ته چاودنه ورکړې.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا تر پېښې وروسته يه يوې خبري ناسته کې
وويل،چې په پېښه کې يو د ملي امنيت سرتيری وژل شوی او د ١٦ ملکي کسانو په ګډون ٢٥ تنه نور ټپيان دي.
د کندهاروالي دا هم وويل، چې د ځان وژونکي په اړه يي مخکې له مخکې امنيتي
ځواکونو څخه راپور تر لاسه کړی وو.
د دې بريد مسووليت د دولت وسلوالو مخالفينو په غاړه اخیستی او د ١٣ بهرينو
سرتيرو د وژل کېدو ادعا يي کړی.
دا ځان وژونکي حمله په داسې حال کې کيږي ، چې له دې څخه څو ورځې مخکې په کندهار ښار کې پر امنېي قومندانۍ څلورو ځان وژونکو د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ، چې تر ٦٠ زيات کسان يي مړه او ټپیان کړل.
په پېښه کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ شاوخوا دوه ميلیونه امريکايي ډالره تاوان
هم اوښتی وو.
راپور-محمد صادق ریښتینی،کندهار