د سې شنبې په ورځ د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې پر لسګونه جريبه مځکه کرل شوي کوکنار مات شول.
د کوکنارو د ماتولو دغه کمپاين د لسګونو افغان او نړېوالو سرتېرو په مرسته پيل شو.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وايي، دولت د کوکنارو په ماتولو کې جدي دي او دغه لړۍ به د کندهار په ټولو هغه سيمو کې چې دا مهال دوي ورباندې حاکميت لري پلي شي:
( نن تاسې ويني، چې موږ د ژیړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې يو او دلته مو د کوکنارو د اړولو کمپاين پيل کړی دا لړۍ به د کندهار په ټولو ولسواليو کې پیل شي او دا حرام کښت به لمنځه يو وي وړل شي.)
د کوکنارو د ماتولو دغه کمپاين په داسې حال کې پيل شو، چې په ورته وخت کې ځايي بزګران او مځکه لرونکي شکايت کوي چې دوي ته د کوکنارو د ماتولو بديل نه دی ورکول شوی.
د ژیړۍ ولسوالۍ لسګونو بزګرو په سيمه کې ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوي د بدې ورځې د کوکنارو کرلو ته مخه کړې:
( يا په بديل کې يي له موږ سره مرسته نه ده کړی مصرف مو وکړ د بل کښت موسم هم تير شو دولت بايد له موږ سره مرسته وکړي.)
کندهار د افغانستان د هغه ولايتونو د جملې څخه دی چې د نشه يي توکو کرکيله او توليد په کې زيات دی.
کارپوهان يي علت پر ټوله سيمه د دولت نه حاکميت او د خلکو کمزوری اقتصاد په ګوته کوي.
راپورـ محمدصادق رښتينى،کندهار