د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

لویدیځ هېوادونه په لیبیا باندې د بندیزونو د لګولو فکر کوي


په لیبیا کې د حکومت مخالفانو د دغه هېواد په ختیځ کې ډیرې سیمې نیولې دي او اوس یې لویدیځ لور ته مخه کړې ده.

تر اونۍ ډیر وخت وشو، چې په دغه هېواد کې د حکومت پرضد پاڅون پیل شوی دی، داسې ښکارې چې د ولسمشر معمر القذافي واک ورځ په ورځ کمزوری کیږي، خو القذافي لا هم په مرکز طرابلس کې غښتلی دی او خبرداری ورکوي چې ویني به وبهوي اما لویدیځ په لیبیا کې شخړو ته اندیښنه لري.

په لیبیا کې د معمر قذافي د څو څلویښت کلنې واکمۍ پرضد اعتراضونه له ختیځه د مصر له سرحده او له لویدیځه د تونس له پولې پیل شول او پسې خواره شول.

خبره دې ته راورسېده چې په ختیځ کې ګڼ ښارونه مظاهره کوونکو نیولې او په مرکز طرابلس کې لارې کوڅې حکومت پلوه وسله والو نیولې دي.

په ختیځه برخه کې رسنۍ فعاله دي له مصره خبریالان بني غازي، توبروک او اج دیبیه ښارونو ته ورځي او هلته هر لور مظاهره کوونکي ښکارې چې شعارونه ورکوي او نعرې وهي.

مظاهره کوونکو ادعاء کړې ده، چې د میسرات سیمه یې هم لاندې کړې ده دا سیمه دوه سوه پنځه ویشت کیلومتره له مرکز طرابلسه لرې ده.

د ( قرینا) په نوم انټرنټ پاڼې پرون خبر ورکړ، چې حکومت د سابریتا په سیمه کې ډیر پوځیان ځای پرځای کړې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په پرونۍ ګڼه کې رپوټ ورکړ، چې یو شمېر حکومت پلوه کسان مرکز طرابلس ته د القذافي د ملاتړ لپاره راوستل شوې دي.

په داسې حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګتن کې په یوه بیان کې پرون ناوخته وویل، چې په لیبیا کې د ملکیانو وژنه په هیڅ ډول د منلو نه ده او لیبیایي چارواکي د دې پېښو مسوولان دي.

اروپایي هېوادو بیا موافقه وکړه، چې پر لیبیا بندیزونه ولګوي. دا پریکړه په دې پسې وشوه چې د لیبیا حکومت په سلګونو مظاهره کوونکي ووژل.

په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د دیپلوماتانو په غونډه کې فرانسې او جرمني د اروپایي ټولنې اووه ویشت غړي هېوادونه وهڅول چې د معمر القذافي د واک پرضد هڅې وکړي، پر سفرونو یې بندیز ولګوي او وسلې پرې ونه پلوري.

د اروپایي ټولنې هېوادو ژمنه وکړه، چې دا بندیزونه به بیا ولګوي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشټن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل، تر وسه وسه باید له القذافي سره حساب کتاب وشي چې تر څلویښت کاله ډیر وخت یې پر لیبیا واکمني کړې او د ملکیانو پرضد چې له خشونته کار اخیستی.

کاترین اشټن په لیبیا کې د وژل شوېو شاوخوا زرو ملکیانو مسالې ته اشاره وکړه او په بیان کې وړاندې وایي چې اروپا دې ته چمتو ده چې جدي عکس العمل وښیي.

یو شمېرهېوادونو لکه ایټالیا وویل، اروپایي ټولنه باید په خپلو پریکړو کې محتاطه واوسي او ژر بندیزونه ونه لګوي. ایټالیا له لیبیا څخه د مهاجرو ورتګ ته اندیښنه لري.
XS
SM
MD
LG