د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د افغانستان او امریکا دفاع وزیران به هر کال دوه ځلي د امنیت په برخه کې خبرې کوي


د افغانستان او امریکا دفاع وزیرانو خبرې وکړې
د افغانستان او امریکا دفاع وزیرانو خبرې وکړې
د افغانستان او امریکا دفاع وزیرانو په واشنګتن کې سره ولیدل او پریکړه یې وکړه، چې هر کال به دوه ځلې د دواړو هېوادو دفاع وزیران د امنیت په برخه کې د یو ګډ مشارکت د رامنځته کولو لپاره خبرې کوي.

افغانستان د امریکا له متحد ایالاتو وغوښتل، چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته دې هم له افغانستان سره د امنیت په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ د امریکا په دفاع وزارت کې له چارواکو سره د کابل او واشنګتن پر اړیکو خبرې وکړې چې په راتلونکې کې به څرنګه وي.

دا خبرې په داسې وخت کې شوې دي، چې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې پر سر د کابل او واشنګتن تر منځ خبرې ښکته پورته شوې دي.

سترجنرال وردګ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیر رابرت ګېټس سره د خبرو په پیل کې وویل، چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته هم ستاسو مرستو ته اړتیا لرو:

«موږ پوره باور لرو، چې افغانستان به په دې ناکراره سیمه کې د ځان د ساتنې لپاره له دوه زره څوارلسم کال وروسته ستاسو مرستو ته اړتیا لرو.

له همدې امله موږ هیلمند یوو چې زموږ د دوستۍ اصلي او ژورې ریښې او همکارۍ به په راتلونکې کې له دې ستراتیژیکې ملګرتیا سره نورې هم کلکې شي.»

د افغانستان دفاع وزیر په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ماتې را وروسته د امریکایي پوځیانو د قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل ستاسو زامنو او لوڼو زموږ لپاره په افغانستان کې ځانونه قربان کړل.

د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس وویل، د دواړو هېوادو تر منځ به د امنیت په برخه کې په راتلونکې کې هم غونډې وشي او هر کال به دوه ځلي د دفاع وزیران دا مساله سره څیړي.

د امریکا دفاع وزیر هیله څرګنده کړه چې دا ډول غونډې به د دواړو هېوادو تر منځ له دوه زره څوارلسم کال وروسته د ګډو هڅو یو بنسټ کیږدي.

د امریکا دفاع وزیر بیا وویل، د افغانستان او امریکا د دفاع وزیرانو غونډې به په سیمه کې نورو ته او په امریکا کې امریکایانو ته دا څرګنده کړي چې موږ په ګډه د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره کار کوو.

په وروستیو کې له نظر پوښتنو داسې ښکاري چې د امریکایانو په منځ کې د افغانستان د جګړې ملاتړ لږ شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر زیات کړ، خو دا یې هم ویلې دي چې را روان اوړی به ورو ورو له افغانستانه د خپلو عسکرو وتل پیل کړي او دا بهیر به د دوه زره څوارلسم کال تر پایه بشپړ شي، خو د اوباما ادارې ویلې دي چې له دې مودې وروسته به هم امریکا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG