د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

په ولسي جرګه کې ننني بحثونه په فزيکي شخړو بدله شوه


د ځانګړي کمیسیون مشر حاجي محمد محقق وویل، چې دغه طرحې د ولسي جرګې د ۱۸۶ غړو له خوا تصویب شوي دي.
د ځانګړي کمیسیون مشر حاجي محمد محقق وویل، چې دغه طرحې د ولسي جرګې د ۱۸۶ غړو له خوا تصویب شوي دي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې غونډه ، چې د دغه جرګې د مشر ټاکلو ته ځانګړې شوې وه، د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د کړکېج له امله یو ځل بیا بې نتیجې پای ته ورسېده.

د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو د بحران د هواري لپاره د دې جرګې د چهار شنبې ورځې غونډه هم له اوږدو او تودو بحثونو وروسته، چې له تالار څخه بهر په فزیکي شخړو بدله شوه، بې پایلې پای ته ورسېده.

د غونډې په اجنډا کې په هغو دریو طرحو بحث کول شامل وو، چې د روان بحران د حل لپاره د ځانګړي کمسیون له خوا ترتیب شوي وو.

د ځانګړي کمیسیون مشر حاجي محمد محقق وویل، چې دغه طرحې د ولسي جرګې د ۱۸۶ غړو له خوا تصویب شوي دي.

د دغه ځانګړي کمیسیون منشي ښاغلي زرمتي دغه طرحې په دې توګه وړاندې کړي:

له ازبکو ورونو


"لومړی، په اساسي قانون د څار کمیسیون په ارجاع باندې. دویم، په داخلي وظایفو کې په تعدیل باندې چې دوه ثلثه یې تایید کړي او درېمه طرحه دا دغه دوه لومړۍ طرحې نه عملي کيږي یا مخالف یې زیات و، په داسې یو کس چې نه تاجک وي او نه پښتون یعنې له ازبکو ورونو څخه دې په یوه لاس کېښودل شي.

دوی تر اوسه په دې نه دي پوییدلي، چې د دوی د افغانستان د خلکو استازي دي، د یو قوم استازي نه دي.

ګیلاني
درېمه خبره دا ده، چې ولسمشر ښاغلي محقق ته ویلي دي، چې زه له توافقي طرحې توافق لرم."

د ځانګړي کمیسیون په طرحو تاوده بحثونه روان وو، چې د ولسي جرګې د غړو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو یو بل په قوم پرستۍ او سمت پرستۍ تورن کړل، اند تر دې، چې په منځ کې سره ونښتل.

د ولسي جرګې له کړکېجه ډکه فضا د ولسي جرګې د یو شمېر نورو غوصه راوپاروله.

د ولسي حرګې غړي سید اسحق ګیلاني ازادي راډیو ته وویل:

"درې عمده مشکلات دي، چې لومړۍ مساله دا ده چې مساله ډېره قومي شوې ده او دوی کوښښ کوي، چې پښتون او تاجک دې نه وي یو ازبک دې راشي او یا د یو بل قوم کس دې راشي.

دوی تر اوسه په دې نه دي پوییدلي، چې د دوی د افغانستان د خلکو استازي دي، د یو قوم استازي نه دي.

اکثریت، اقلیت

دویم، له لومړي ورځ دوی په ډېره عجله انتخابات وکړل، د داخلي دندو پر اصولو، په اکثریت، اقلیت او سپینو رایو باندې یې فکر ونه کړ او دا ستونزه یې حل نه کړه نو نن ورځ له نورو ستونزو مخ شول.

نن ورځې ډېري افغانان په وینو کې لمبیږي، د دې حل لاره باید ومومو. زموږه هیله دا ده، چې په ولسي جرګه کې هر چا خپل مخ ولید، چې د مشرتابه لپاره یې ځانونه کاندید کړي و.



درېم، له ټولو مهمه مساله دا ده، چې ترڅو حکومت، په ځانګړي توګه ارګ له خپلو لاسوهنو څخه لاس وانه خلي، هېڅ وخت دا مشکل نه شي حل کېدای."

د ولسي جرګې بل غړي ګل پاچا مجیدي په ولسي جرګه کې په روان ناوړه حالت انتقاد وکړ او زیاته يې کړه، چې په ولسي جرګې که باید قانوني چلند وشي.

ښاغلي مجیدي وویل، چې په ولسي جرګه کې پراخ او له کړکیجه ډک بحثونه به نورې ستونزې هم وزېږوي.

"نن ورځې ډېري افغانان په وینو کې لمبیږي، د دې حل لاره باید ومومو. زموږه هیله دا ده، چې په ولسي جرګه کې هر چا خپل مخ ولید، چې د مشرتابه لپاره یې ځانونه کاندید کړي و.

وروستي کاندیدان

دوی ونه شو کړای چې پوره رایې ترلاسه کړي بناءً باید دغو رایو ته احترام وشي او نور کسانو ته دې حق ورکړای شي، که چېرته وروستي کاندید هم رایه ترلاسه نه کړه، نو همدغو بزرګانو ته بیا نوبت ورشي.

هیله مو دا ده، چې ولسي جرګه له دې بحثونو تېر شي، ځکه ملت زموږ د یوې سالمې پرېکړې په تمه دی."

له یوې میاشتې راهيسې د ولسي جرګې غړي، د خپل مشر د تاکلو لپاره بحثونه کوي، خو بیا هم کومه مثبته پایله نه لري.

د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پرسر راپورته شوې لانجې، نه یوازې د ولسي جرګې د غړو تر انتقاد لاندې راغلې، بلکې یو شمېر خلک هم انتقاد کوي او وايي، چې د ولسي جرګې غړي، چې د خپل مشر په ټاکلو کې پاتې راغلي نو نورې مهمې ستونزې به څنګه هوارې کړي.

د ولسي جرګې د غونډې په پای کې څو غړو ته دنده وسپارل شوه، چې د ستونزو د هواري لپاره د ځانګړي کمیسیون له مشر حاجي محمدمحقق سره اړيکې ونیسي.

راپور: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG