د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

نوري: راتلونکی کال به ورښتونه لږ وي


د افغانستان د هوا پیژنې د ادارې سرپرست محمد اسحاق نوري
د افغانستان د هوا پیژنې د ادارې سرپرست محمد اسحاق نوري
د افغانستان د هوا پیژندنې اداره وایي د دوی د وړاندوینو له مخې شاید د تیر کال په پرتله په راتلونکی کال کې د اورښتونو کچه کمه وي.

د هوا پیژندنې اداره داسي مهال دغه څرګندونې کوي، چې په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې ډېرې واورې شوي او ګرمسیره ولایتونو بارانونو خړوبه کړي دي.

دغه اداره، وایي چې دوی خپلې وړاند وینې د کرنې وزارت په ګډون اړوند ادارو ته استولي او زیاتوي د دې له پاره چې په راتلونکي کال کې د بزګرانو کښتونو د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي باید د کرنې وزارت سره په تفاهم خپل کښتونه وکري.

په کابل کې زموږ همکارې ذکیې غیاثۍ د افغانستان د هوا پیژنې د اداري له سرپرست محمد اسحاق نوري سره مرکه کړې او په سر کې یې د راتلونکي کال د موسمی اټکلونو په اړه ترې پوښتلي دي.

XS
SM
MD
LG