د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

افغان کتونکي دسولې د عالي شورا روانې هڅې موثرې نه بولي


سولې ته د رسیدو په هدف د افغانستان د سولې عالي شورا غواړي په ولایتونو کې خپلې کمیټې جوړې کړي خو سیاسي کتونکي وايي، ترڅو چې دغه هڅې بین الفغاني نه شي نتیجه به یې ښه نه وي.

په داسې حال کې، چې د سولې عالي شورا د پخلاینې لپاره په هیواد کې دننه او بهر خپلې هڅې ګړندۍ کړي، سیاسي کتونکي بیا د دې هڅو بریا ته د شک په سترګه ګوري.

د کتونکو له خوا دا شک په داسې حال کې څرګندیږي، چې د دې شورا یو پلاوی همدا اوس په ترکیه کې دی، څو د خپلو هلو ځلو لپاره سیمه ایز ملاتړ پراخه کړي.

خو د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي له هیواده بهر دا ډول هلې ځلې ګټورې نه بولي او وایي، چې دغه شورا په بهرنیو سیاستونو تکیه کوي.

"دا درسته ده چې سوله یو ضرورت دی او ورته ارزښت ورکول شي خو ترهغه وخته پورې یې، چې نتیجه مثبته نه وي مصارف بې ځایه دي.

دپاکستان پلویان

زما په نظر تفاهم باید بین الفغاني وي او د سولې عالي شورا غړي زیاتره دپاکستان پلویان دي، دوی غواړي پاکستان په افغانستان باندې غیر مستقیم حاکمیت ولري."

ښاغلي سعیدي په هیواد کې دننه هم د دې شورا فعالیتونه تر پوښتنې لاندې راوستل او ویې ویل، چې د دې شورا غړو تر دې دمه له نا راضه کسانو سره مستقیمې خبرې نه دي پیل کړي.

موجود کسان هم لکه د افغانستان نور خلک د سولې راوستلو پلویان دي، نو د وخت په تیریدو سره به لاسته راوړنې ولرو.

لودین
د سولې د عالي شورا په هلو ځلو دا شک په داسې حال کې څرګندیږي، چې د دې شورا مسوولینو د هر ولایت په کچه د یوې کمیټې د جوړولو پریکړه کړې.

د سولې عالي شورا غړي وایي، دغو کمیټوته ډېره هیله لري ځکه داسې کسان یې په کې ګمارلي او یایې هم ګماري، چې مخور او دواړو لوریو یعنې حکومت او وسله والو مخالفینو ته د منلو وړ دي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطا الله لودین خپلې هڅې ګټورې بولي او وایي، چې د سولې راتګ ډیر وخت ته اړتیا لري.

نوموړي په ولایتونو کې د کمیټو جوړول ګټور وبلل او ویې ویل چې د وخت په تیریدو سره به ښې لاسته راوړنې ولري.

"دا به طبعاً په دې خاطر موثرې وي، چې داسې کسان په کې ګمارل شوي، چې قومي متنفذین دي او دواړو لوریو ته د منلو وړ دي او د دې ترڅنګ علما او روحانیون خلک دی.

پلویان

زه هیله مند یم چې د کمیټو په جوړولو سره به په هیواد کې سوله راشي ځکه په کمیټه کې موجود کسان هم لکه د افغانستان نور خلک د سولې راوستلو پلویان دي، نو د وخت په تیریدو سره به لاسته راوړنې ولرو."

که څه هم د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې د سولې د عالي شورا د فعالیتونو په اړه راپورونه موجود دي، خو دغه شورا تر دې دمه یوازې په کندز کې د خپلې کمیټې پرانستل تاییدوي.

د دې شورا په وینا په کندز کې د دوی کمیټه دېرش غړي لري، چې کولی شي د سولې او پخلاینې په روانو هلوځلو کې مهم رول ولوبوي.

سیاسي فعالیتونه

د دې ترڅنګ د دې شورا ترکیب ته په پام سره، چې تر ډېره په کې پخواني جهادي مشران غړیتوب لري، داسې انتقادونه هم موجود دي، چې دوی د سولې د هلو ځلو پر ځای تر ډېره خپل سیاسي فعالیتونه کوي.

خو د شورا غړي بیا دا ادعاوې ناسمې بولي او وایي، چې د دوی له خوا کیدونکي هلې ځلې یوازې او یوازې د سولې لپاره دي.

د سولې عالي شورا د سولې مشورتي جرګې په سپارښتنه په دې هدف جوړه شوې، چې مخالفینو او حکومت ترمنځ د سولې جوړ جاړی وکړي.

خو ځینې افغان کتونکي په دې باور دي چې تراوسه پورې دغې شورا کوم مهم پرمختګ نه دی کړی.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG