د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

د سروبي له خلکو سره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د پروژو ژمنه وشوه


د کابل والي ډاکتر ذبیح اله مجددي د سې شنبې په ورځ د سروبي له خلکو سره وکتل
د کابل والي ډاکتر ذبیح اله مجددي د سې شنبې په ورځ د سروبي له خلکو سره وکتل
د کابل والي ډاکتر ذبیح اله مجددي د سروبي په ولسوالۍ کې خلکو ته وویل، چې که چیرې دوی راتلونکي فصل ته کوکنار ونه کري او دا ولسوالۍ په بشپړه توه د کوکنارو له بوټي پاکه کړي، دولت به ورته یوشمېر مهمې پراختیایي پروژې پلان او پلي کړي.

افغان دولت پریکړه کړې ده، چې د هېواد په څوارلسو ولایتونو کې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي کمپاین ترسره کړي او دا کار د کابل ولایت د سروبي له ولسوالۍ څخه پیل شو.

کابل والي د سې شنبی په ورځ په داسې حال کې د نشه یي توکیو پرضد د مبارزې د وزارت چارواکي هم حاضر وو، په یاده ولسوالۍ کې یې د خلکو غونډې ته وویل:

"تاسې کوکنار مه کرئ او موږ به درته پروې درکړو، د برېښنا پروژې ته بودجه ترتیب شوې، د مطالعې وروسته به یې په کار پیل وشي او د اوزبین سړک ته پلان جوړ شوی او په روان کال کې عملي شي، د اوزبین ټولو سیمو ته به سړک تیرشي."

ویل کیږي، چې سروبي د کابل ولایت هغه سیمه ده، چې په کې د دولت له هڅو سره سره بیاهم هرکال یوه اندازه کوکنار کرل کیږي.

د سیمې خلکو ماڼیجن و او ویل یې چې دولت له څو کالو راهیسې له دوی سره د پراختیایي پروژو د پلې کېدو ژمني کړې دي خو ترډېره ځایه پلي شوي نه دي او ځنیي د هېرېدو په حال کې دي.

دوی تاکید کاوه، چې که چیرې دولت د دوی غوښتنې او د سیمې ضرورتونه پوره کړي، دوی به په ټوله ولسوالۍ کې هیچاته دا اجازه ورنه کړي، چې حتی یو بوټی کوکنار دې هم وکري.

د سیمې یوتن اوسیدونکي عبدالواحد نصرتیار وویل:

"موږ سړک نه لرو، د څښاک د اوبو پروژط نشته، د ځمکو د خړوبولو بندونه مو مناسب نه دي، ښوونځي مو مسلکي ښوونکي نه لري او روغتون او کلینکونه د ټولې ولسوالۍ نفوس ته کافي نه دي."

د غونډی په پای کې د نشه يي موادو د مخنیوي د کمپاین د کمیسیون مسوول مطیع اله خروټي د دواړو اړخونو د ژمنو د پوره کولو ترتیب شوی پریکړه لیک غونډې ته وړاندې او مقابلو لوری پرې لاسلیکونه وکړل.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په سرکې شمېرل کیږي، چې ډېر کوکنار په کې کرل کیږي.
XS
SM
MD
LG