د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

کونړ کې ملکي تلفات د ولسمشر کرزي او بهرنیو ځواکونو ترمنځ دناندریو لامل شو


ایساف ځواکونه په دې عملیاتو کې د ملکیانو د وژنې ادعا ردوي.
ایساف ځواکونه په دې عملیاتو کې د ملکیانو د وژنې ادعا ردوي.

په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکیانو ووژنه، پرون د جمهور ریس کرزي او د نړیوالو ځواکونو د لوړ رتبه صاحب منصبانو ترمنځ د ناندریو سبب شو.

د امریکا د سمندري ځواکونو او ناټو یو افسر، ګریګوري سمیت وايي، جنرال پټرویس هیڅکله دا خبره نه ده کړي، چې ګویا افغان پلرونو او میندو قصدا خپل ماشومان سوزولي دي.

بلکې هغه ویلي چې د ماشومان ټپونه د هغو وسلو له امله د رامنځ ته کیدونکو زخمونو سره مطابقت نه لري، چې په دې عملیاتو کې ترې کار اخستل شوی او امکان لري، چې د ماشومانو دا ټپونه د میندو او پلرونو له خوا د هغوی د تادیب کولو لپاره شوي وي.

د هغه په وینا متاسفانه په ځینو افغانانو کې معموله ده، چې د خپلو ماشومانو د بدرفتاري په وخت کې د هغو د تنبه کولو لپاره یې سوزوي.

توهینه ډکې


د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وحید عمر، د ګریګوري سمیت خبرې له توهینه ډکې او د نژادي توپیر یوه نښه وبلله.

وحید عمر په دې اړه د نورو توضیحاتو غوښتنه وکړه. هغه وویل، افغانانو باندې خپل بچیان ګران دي او دا چې ویل کیږي، چې افغانانو به د خپلو ماشومانو پښې او لاسونه سوزولي وي دا د افغانانو په اړه د هغوی بې خبري ښیي.
پټرویس دا خبره مطرح کړه، چې ممکنه ده خلکو خپل ماشومان سوزولي وي څو په دې توګه د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته د زیانونو په رسیدو کې مبالغه وکړي.

واشنګتن پسټ

د اسوشیېټډ پرېس راپور زیاتوي، پخوا تر دې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې څو په کتو شمار افغانانو د ماشومانو د تنبه کولو لپاره هغوی سوزولي وو.

وړم کال د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې چې د بشري حقونو په اړه یې خپور کړی، چې په هغې کې د پکتیا په ولایت کې په ایشیدلو اوبو د څو ماشومانو د سوزولو خبره شوې وه.

دا جنجال هله پیل شو، چې افغان مقاماتو د دې ادعا په اړه چې نړیوالو ځواکونو د کونړ په غازي اباد کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې شاو خوا شپیته تنه غیر نظامې خلک وژلي په ارګ کې له لوړ رتبه نړیوالو صاحب منصبانو سره بحثونه وکړل.

ایساف یا د امنیت لپاره د نړیوالو ځواکونو مرستندوی په دې عملیاتو کې د ملکیانو د وژنې ادعا ردوي.

د ملیکانو وژنې


دخبري رسنیو راپورونو داسې تصویرونه خپاره کړي، چې د ملیکانو وژنې په کې ښکاري. په دې ډله کې داسې ماشومان هم دي، چې سخت ټپیان شوي او یوشمېر نور یې پر مخ لاسونو او پښو باندې سوزیدلي دي.

خو دا څرګنده نه ده، چې دا ټپونه د عملیاتو په وخت ماشومانو ته پیښ شوي او که څنګه؟

امریکايي ورځپانه واشنګتن پسټ، د ځینو کسانو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی او د سې شنبي په ورځ یې په ارګ کې دا بحثونه له نیژدي اوریدلي وايي، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان دا خبره مطرح کړه، چې ممکنه ده خلکو خپل ماشومان سوزولي وي څو په دې توګه د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته د زیانونو په رسیدو کې مبالغه وکړي. خو ایتلافي ځواکونو د واشنګتن پست دا ادعا په کلکه رد کړې ده.
XS
SM
MD
LG