د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ډیمیسټورا:د امنیتي مسؤلیتونو انتقال له سولې سره مل ده


د ملګرو ملتونو استازي سټیفن ډیمسټورا
د ملګرو ملتونو استازي سټیفن ډیمسټورا
په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال په درشل کې افغان او نړېوال چارواکي، چې په دې برخه کې کار کوي هیله مند دي، چې دا بهیر به په خپل ټاکلې وخت ترسره شي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو لپاره د افغان دولت او نړېوالې ټولنې یو ګډ بورډ کار کوي، چې مشر یي ډاکټر اشرف غني احمدزې په غاړه لري.

ډاکټر احمدزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې بورډ له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل، چې دا یو له مخکې نه تنظیم شوې بهیر دې، چې په خپل ټاکلې وخت به پلې شي:

(د انتقال په پروسه کې به د افغانستان په مناسباتو کې د نړېوالی ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا او ناټو سره ټینګښت رامنځته شي.

د دې اړیکو ټینګښت د افغانستان د ملي ګټو لپاره ضروری دی، په دغه چهار چوکاټ کې باید په دې متیقنه یو چې په پام او تدبیر سره به په ګډه همکاری کار کوو.)

د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال په دې غونډه کې په افغانستان کې ناټو ځواکونو قومندان جنرال ډیویډ پیترویس، د ناټو ملکي استازې مارک سیدول او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمسټورا ګډون کړې وو.

که څه هم د غونډې ګډونوالو دا و نه ویل، چې دوي به د اوس لپاره په کومو مسئلو خبرې کوي، خو د ناټو ځواکونو قومندان جنرال ډیويډ پټریوس وویل، چې دوي به د امنیت د انتقال د بهیر په اړه افغان ولسمشر ته ځینې سپارښتنې وکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو استازي هم د دغه بهیر د بریالي پیل په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویي ویل، چې دا کار د افغانانو له غوښتنې سره سم کیږي، سټیفن ډیمسټورا دا د افغانانو نوښت وباله او ویي ویل:

(دا د افغانانو نوښت دی او موږ ورسره مرسته کوو، یوه مهمه خبره چې ډیر خلک یی په اړه فکر کوي دا ده چې ایا دا د انتقال بهیر د سولې سره په ټکر کې ده او که د سولې بشپړه وونکې ده، موږ په دې بشپړ باور لرو چې له انتقال سره سوله مل ده.)

د امنیت د سپارلو پریکړه په ۲۰۱۰ کال کې د افغان دولت له خوا د لیزبن په غونډه کې شوی وه، د امنیت د انتقال بهیر په روان میلادې کال کې پیلیږي او په ۲۰۱۴ کال کې به پای ته ورسیږي.

په ورته وخت کې نړېواله ټولنه ډاډ ورکوي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان یواځې نه پریږدي خو د ملاتړي په توګه د افغان ځواکونو ملګرتیا وکړي.

رپورټ: مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG