د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

مشرانو جرګه حاضرده چې د ولسي جرګې د مشر په ټاکلو کې منځګړیتوب وکړي


افغان سناتوران وایي، چې په ولسي جرګه کې د مشر د ټاکلو په سر د موجوده بحران د اوږدېدو په صورت کې حاضر دي په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزیدیار د سې شنبې په ورځ وویل، ولسي جرګه او مشرانو جرګه د افغانستان د ملي شورا دوه خونې دي او خلک ورته په یوه سترګه ګوري.

ده زیاته کړه، که په ولسي جرګه کې روانه ستونزه هواره نه شي، نو دوي به یو پلاوي وګماري څو په دې اړه خپلې هلې ځلې پیل کړي:

(تیره ورځ زموږه وړاندیز داوو، که د ولسي جرګې روانه لانجه دوام کوي مشرانو جرګه به د ملي شورا د دوهمې خونې په حیث په دغې مسله کې منځګړیتوب وکړي.

که امکان وي د مشرانو جرګې له خوا دې یو پلاوی وټاکل شي او له ولسي جرګې سره په دې اړه بحث وشي.

دا ډیره مهمه مسله ده د خلکو قضاوت د دواړه جرګو په یو ډول دې، که موږ ونه شو کولای تر خپل منځه یوه وړه مسله حل کړو نو څنګه به وکولای شو ملي او مهمو مسلو ته رسیدګي وکړو)

دغه هلې ځلې وروسته له هغه پیل شوي، چې ولسي جرګې د مشر ټاکلو د بحران د حل لپاره یو شپیته کسیزه ځانګړی کمیسیون جوړ کړ.

ټاکل شوې دغه کمیسیون خپله طرحه د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

داسې ویل شوي، چې روانه لانجه د دوو مخکښو کاندیدانو استاد عبدالرب رسول سیاف او یونس قانوني ترمنځ روانه ده، د ولسي جرګې لنډ مهالی منشي عبدالقادر قلاتوال وایي ځانګړي کمیسیون لس کسیزه ډله لیږلې او له دواړه کاندیدانو سره به کتنه وکړي، دا چې دغه لس کسیزه ډله به څه وکړي ؟ښاغلي قلاتوال وایي:

(کمیسیون په خپلو کارونو کې داسې پریکړه وکړه، چې له استاد سیاف او قانوني سره د دغه کمیسیون لس کسیزه پلاوی وګوري او له هغو سره په دریو خبرو بحث وکړي.

لومړي به دوي ته د سیاسي تفاهم بلنه ورکړي دویم دا چې دوي به خپل یویو استازی مشر تابه ته کاندیدوي او دریم دا چې له کاندیدۍ نه به تیریږي.)

قلاتوال وایي، تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې دغه پلاوی به کومه پریکړه ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

د افغانستان ولسي جرګه په داسې حال کې د خپل مشرټاکلو له بحران سره مخ ده، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځانګړې محکمې له خوا د رایو بیا شمېرل پیل شوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، د ځانګړې محکمې دغه کارونه د قانون له مخې نه دي، خو معترضه کاندیدان یي بیا پلوي کوي.

راپور: اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG