د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د لیبیا ولسمشر معمر القذافي نه دی تښتېدلی


د لیبیا ولسمشر معمر القذافي د تلویزیون له لارې لنډه خپل ولس ته لنډه وینا وکړه
د لیبیا ولسمشر معمر القذافي د تلویزیون له لارې لنډه خپل ولس ته لنډه وینا وکړه
په داسې حال کې چې په ليبيا کې د خلکو پراخ اعتراضونه روان دي، ولسمشر معمرالقذافي تېره شپه د څو لنډو شېبو لپاره پر ټلويزيون ښکاره شو. قذافي په خپله نيمه دقيقه وينا کې وويل، چې دی د ليبيا په مرکز کې دی او وينزويلا ته نه دی تښتېدلی:

"زه غواړم وښيم چې زه په طرابلس کې يم نه په وينزويلا کې. په دې کوڅه ډبو سپيو پورې د تړلو ټلويزيوني چينلونو خبرې مه منئ.

ما غوښتل د طرابلس په زرغونه چوک کې ځوانانو ته يوڅه ووايم او ترناوخته پورې ورسره واوسم خو باران شو. شکر الحمدالله، دا ډېره ښه خبره ده."

له تېرې اوونۍ راهيسې په ليبيا کې د اعتراضونو له پيل کېدو وروسته قذافي د لومړي ځل لپاره پر ټلويزيون ښکاره شو. په دې تصويرونو کې د ليبيا ولسمشر چې چترۍ يې په لاس کې وه، له يوه موټر څخه د کښته کېدو په حال کې ليدل کېده.

په همدې حال کې د ليبيا امنيتي ځواکونه د اعتراض کوونکو ځپلو ته دوام ورکوي او ويل کېږي، چې ښايي په دې ترڅ کې سلګونه کسان وژل شوي وي.

د ملګروملتونو سرمنشي بان کي مون وويل، چې په ليبيا کې د بحران په اړه به د امنيت شورا په غونډه کې خبرې وشي. ښاغلي بان زياته کړه، چې ده له قذافي سره په ټلفوني خبرو کې له هغه غوښتنه وکړه، چې د سوله ييزو مظاهره چيانو پرضد تاوتريخوالي بند کړي.

د يوه بل خبر له مخې د امريکا د بهرنيوچارووزيرې هيليري کلېنټن ويلي چې په ليبيا کې تاوتريخوالي د منلو نه دي او له ولسمشر قذافي څخه يې غوښتنه کړې، چې د وينو بهول بند کړي.

مېرمن کلېنټن په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې چې تېرماښام خپره شوه، وويل، نړيوال د ليبيا حالات په ځير څاري.

دې زياته کړه چې امريکا په دې هېواد کې د تاوتريخوالي په کلکه غندنه کې له نړيوالو سره په ګډه خپل اواز اوچتوي.
XS
SM
MD
LG