د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

په بدخشان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایو بیا شمېر پیل شوي


په داسې حال کې، چې د ځانګړې محکمې په حکم په بدخشان ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایو بیا شمېرل پیل شوي، د انتخاباتو خپلواک کمسیون په دغه اقدام خپله حیرانتیا څرګنده کړې.

وروسته له هغې، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو مسئله د هېواد عدلي او قضایی ادارو ته وړاندې شوه دا لومړې ځل دې، چې په کوم ولایت کې د دغو انتخاباتو رايي بیا شمېرل کیږي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر که څه هم له دې کار سره یي خپل مخالفت څرګند کړ، خو ویي ویل، چې دوي د دې کار په وړاندې کوم مزاحمت نه دې کړې.

فضل احمد معنوي، چې د دوشنبې په ورځ یی له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل، چې د رایو له بیا شمېرنې نه هره نتیجه، چې دوي باستل غواړي مسؤلیت به یي د دوي په غاړه وي:

(چون دوي په فشار سره ورننوتل او زموږ ګودامونه یي مهرولاک کړل او د رایو صندوقونه یي په خپل کنټرول کې واخیستل، موږ هیڅ راز مزاحمت ونه کړ او شاید چې په وس مو هم نه وو پوره.

په هر حال، لکه، چې دوي غواړي خپله رايي بیا وشمېرې او له هغې کومه بله نتیجه راوباسي، خو ښه ده مسؤلیت به یي هم خپل وي.

لومړې خو دوي، چې کومه قانوني پریکړه کوي دا باید واضح شي، چې د قانون له کومو موادو نه کار اخلي، ځکه په دې برخه کې صراحت موجود دې، چې د محکمې پریکړه باید په قانون کې روښانه وي.)

ځانګړې محکمې تر دې مخکې د انتخاباتو د کمسیون د دارلانشاء رئیس او د یو بل غړي دندې هم ځنډولې، خو د کمسیون مشر دا هم غیر قانوني کار بولي او وایي، چې دغه غړي به په کمسیون کې خپل کار ته دوام ورکړي.

د انتخاباتو د کمسیون مشر ښاغلې معنوي د هغو کسانو په لېسټ کې هم شامل دې، چې د ځانګړې محکمې په غوښتنه د لوی څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج اعلان شوي، خو ښاغلي معنوي په دې اړه کوم نظر څرګند نه کړ.

د ځآنګړې محکمې له خوا دا وروستي اقدامات په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان نوې ملي شورا پرانیستل شوې او وکیلان له تیرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې د جرګې په چارو بوخت دي.

که څه هم د ځانګړې محکمې د پریکړو د پلې کولو په اړه ځینې پوښتنې لا هم موجودې دي، خو معترضه کاندیدان بیا هغو ته خوشبینه دي.

خو عبدالکبیر رنجبر نه یوازې په بدخشان کې د رایو د بیا شمېرلو لپاره وروستې اقدام قانوني بولي بلکه هیله مند هم دې، چې د ځانګړې محکمې پریکړې به پلې شي:

(خپله دا خپلواک کمیسیون هم یوه اداره ده، هیڅ استثنی موجوده نه ده او محکمه دا صلاحیت لري چې هره پریکړه کوي لکه چې کومو وکیلانو په درغلیو لاره پیداکړي وي ولسي جرګې ته هغوي بیرته له ولسي جرګې څخه را ایستل کیږي)

د ولسي جرګې د انتخاباتو د دوسیو د څیړلو لپاره دا ځانګړې محکمه د سترې محکمې په سپارښتنه د ولسمشر کرزي په منظورۍ جوړه شوې، څو په انتخاباتو کې د درغلیو موارد وڅیړي.

د ولسي جرګې تیر انتخابات وروسته له هغې د کړکیچ سبب شول، چې په کې د درغلیو په اړه پراخ اعتراضونه پیل شول.

که څه هم نړېوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د دغو انتخاباتو ملاتړ کړې، خو افغان حکومت بیا د اعتراضونو په پام کې ساتلو سره په دې اړه د عدلي او قضایي ادارو له خوا څیړنه کوي.

دا، چې د دې محکمې پریکړې به په عمل کې څومره د ولسي جرګې د اوسنیو غړو له خوا ومنلې شي دا به د دې جرګې له غبرګون نه څرګنده شي.
XS
SM
MD
LG