د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د لیبیا په طرابلس کې سختې نښتې دوام لري


د راپورونو له مخې د ليبيا په مرکز طرابلس کې سختې نښتې دوام لري او شاهدان وايي چې پوځي الوتکې او بهرني وسله وال اجيران پر اعتراض کوونکو حملې کوي.

پرون د ليبيا دوې جنګي الوتکې مالتا ته وتښتېدې او پېلوټانو يې له دغه هېواده پناه وغوښته او ويې ويل، دوي وروسته له دې وتښتېدل چې په بن غازي کې يې پر اعتراض کوونکو د بمبارۍ امر ونه مانه.

ليبيايي ديپلوماتان هم له خپلو څوکيو استعفا ورکوي، په ملګرو ملتونو کې د ليبيا مرستيال سفير ابراهيم الدباشي پرون په نيويارک کې خبريالانو ته وويل:
«وروسته له دې چې موږ د ليبيا پېښې وليدې او وروسته له دې چې پرون (يکشنبې) د ليبيا د خلکو پرضد د قذافي د زوي له لوري جنګ اعلان شو، موږ ته پټه خوله پاتې کېدل ناممکنه شول او بايد چې د ليبيا د خلکو ږغ نړېوالو ته ورسوو.»

څرګنده نه ده، چې قذافي چېري دی د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ پرون خبريالانو ته وويل، داسې مالومات شته چې قذافي تښتېدلي او د وينزويلا لورته روان شوی دی، خو د وينزويلا چارواکو او د ليبيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير دا خبره رد کړې ده:
«لومړی اجازه راکړئ چې په زغرده ووايم، چې په ملګروملتونو کې د ليبيا نمايندګي د ليبيا د خلکو لپاره ده.»
XS
SM
MD
LG