د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

وحید عمر مخکښو کاندیدانو د ته د حکومتي پوستونو د ورکولو اوازې رد کړې


Afghanistan -- President's spokesman Waheed Omar during weekly press conference, 12Jan2010
Afghanistan -- President's spokesman Waheed Omar during weekly press conference, 12Jan2010
د جمهور ريیس حامد کرزي له خوا د ولسي جرګې د ریاست لپاره په تیرو انتخاباتو کې مخکښو کاندیدانو ته د حکومتي پوستونو د ورکولو اوازې وروسته له هغې خپرې شوې چې یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې یوه پلاوي له نوموړي سره د ارګ په ماڼۍ کې ولیدل.

د جمهور ريیس ویاند وحید عمر له جمهور ريیس سره د ولسي جرګې د پلاوي سلا مشورې تایید کړه، خو دا خبره یې رد کړه، چې ګنې جمهور ريیس دې له چا سره د کوم پوست ژمنه کړې وي.

د ريیس څښتن


نوموړي د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، جمهور ريیس د دې غوښتونکی دی چې ولسي جرګه ژر تر ژره له یوې قانوني لارې د رییس څښتن شي:

"د افغانستان له جمهور ريیس سره چې کومې مشورې وشوې، په هغو کې جمهور ريیس وویل، چې که چیرې سیاسي حل لاره هم رامنځ ته کیږي، باید په خپله د ولسي جرګې دننه رامنځ ته شي او د قانون له مخې باید تمثیل شي. د افغانستان جمهور ريیس له چا سره د کوم دولتي پوست د ورکولو ژمنه نه ده کړې."

له مطرحو وړاندیزونو څخه یو هم دا و، چې قانوني دې د شورا ریاست پریږدي او کابینې ته دې ولاړ شي.

قانوني
ولسي جرګه په تیرو څو اوونیو کې ونه توانید له چې په اتو دورو انتخاباتو کې خپل ريیس وټاکي. دغو انتخاباتو ته په کاندیدانو کې تر ټولو مخکښې څیرې عبدالرب رسول سیاف او یونس قانوني بلل کیږي.

له جمهور ريیس سره د ولسي جرګې د پلاوي له کتنې وروسته داسې راپورونه ورکړل شول، چې جمهور رییس حامد کرزي د ولسي جرګې له ریاست نه د تیریدو په بدل کې له عبدالرب رسول سیاف سره د سترې محکمې د ریاست او یا له قانوني سره د بهرنیو چارو د وزارت ژمنې کړې.

د دوشنبې په ورځ یونس قانون هم له خبریالانو سره په خبرو کې تایید کړه، چې له جمهور ريیس سره په کتنه کې ده ته د وزارت وړاندیز شوی و، خو ده رد کړی دی:

مخالف یم

"له مطرحو وړاندیزونو څخه یو هم دا و، چې قانوني دې د شورا ریاست پریږدي او کابینې ته دې ولاړ شي، ما په ډاګه دغه خبره رد کړه، زه د دې قضیې مخالف یم."

په دې وروستیو کې د رییس د انتخاب د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ولسي جرګې له خوا یوه کمیسیون د حل بیلابیلې لارې په ګوته کړې، چې یوه یې په کې سیاسي حل لاره وه.

خو په تیرو څو ورځو کې داسې ښکاره شوه، چې ولسي جرګه او جمهوري ریاست د دې شخړې د سیاسي حل لارې لپاره منډې ترړې زیاتې کړي دي.
XS
SM
MD
LG