د ولسې جرګې د رییس د انتخاب پر سر د ستونزې د هوارولو په اړه لا هم تاوده بحثونه روان دي او د ولسې جرګې غړي وایي، چې د اساسي حل لارې موندلو ته نږدې شوي دي.
د دې ستونزې د حل لپاره د ولسې جرګې د ځانګړي کمیسیون مسوولانو وویل، چې په تیرو څلورو ورځو کې دوي هڅه کړې چې دې ستونزې ته د حل یوه مناسبه لاره پیدا کړي او په دې اړه یې له ولسمشر کرزي او د هغه له مرستیالانو سره هم لیدلي دي.
د دې ځانګړې کمیسیون رییس حاجي محمد محقق د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د ولسې جرګې د رییس د انتخاب پرسر د پیداشوې لانجې د حل لپاره ولسمشر کرزي ورسره د هر راز مرستې ژمنه کړې:
" د ولسمشرله روحیې څخه مو دا ومونده چې د حل یوې لارې ته هیله من وو له موږ سره یې ژمنه وکړه، چې بېلابېلو خواوو سره تر خبرو وروسته به یوه حل لاره پیدا کړي.
که چیرې زموږ د ځانګړي کمیسیون په داخل کې هم دې مسالې ته د حل لارې موندلو روحیه پیدا شي نو دا ستونزه هرو مرو هواریږي، زما په باور افغانستان دیته اړتیا لري چې موږ ګذشت ولرو".
د ولسې جرګې غړي په تیره یوه میاشت کې له څلورو ځلو انتخاباتو سره سره ونه توانیدل د دې جرګې رییس انتخاب کړي، د ولسي جرګې د رییس د انتخاب پر سر دې ستونزو ان په ملي او نړېواله سطح د ولسي جرګې په غړو انتقادونه هم را وپارول او ډیر شمېرخلک وایي، چې د ولسې جرګې یو شمېر مهمو غړو ملي منافعو ته نه بلکې خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.
حاجې محمد محقق وایي، چې ولسمشر کرزي له دوي سره په لیدنه کې ویلي، چې له استاد سیاف او محمد یونس قانوني سره به هم د ولسې جرګې د موجوده ستونزې د حل په اړه خبره وکړي او هڅه کیږي چې د دې جنجال یوه سیاسي حل لاره پیدا شي.
خو د ولسې جرګې غړی میرویس یاسیني بیا د دې جرګې د رییس د انتخاب پرسر د ولاړې شوې ستونزې حل لپاره د ولسمشر کرزي مداخله ګټوره نه بولي او وایي چې ښایي دا هڅې بیا بې نتیجې پای ته ورسیږي:
(دا ستونزه د بهر نه پیداشوی په داخل د پارلمان کې ترڅو چې پارلمان خپله ځانته ریس ونه ټاکي نو د بیرون مداخلې به يي نور هم خراب کړي او ولسمشر کرزی دلته هم کوم حزب نه لري.)
په عین حال کې د ولسې جرګې پخواني رییس محمد یونس قانوني چې د دې جرګې د ریاست لپاره انتخاباتو کې یې تر استاد سیاف کمې رایې وګټلې تایید کړه چې د حکومت په کابینه کې د وزارت سپارلو خبرې ورسره شوي خو ده دا ډول خبرې نه دي منلي.
د ولسې جرګې له لانجمنو انتخاباتو څخه وروسته د ولسې جرګې د رییس د انتخاب په اړه پیدا شوې ستونزې په تیره یوه میاشت کې د افغانستان د رسنیو مهم سرټکي جوړوي، دې مسالې ان د عامو خلکو وړې او عادي غونډې هم له سیاسي خبرو ډکې کړي او خلکو ته یې پر ولسې جرګې د انتقاد توره په لاس ورکړی ده.