د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

سعودی عربستان ځان په محاصره کې احساسوي


په داسې حال کې چې ولسواکی پلوو غورځنګونو په عربی نړۍ کې زور اخیستی، سعودي عربستان چې په سیمه کې د سیاسي او دیني محافظه کاري یو نمونه هېواد دی ځان منزوي او ګوښه احساسوي.

نیویارک ټایمز لیکي، چې د سعودي عربستان چارواکي اندیښنه لري چې امریکا به وروسته له دې د عربستان د اعتماد وړ ملګرې پاتې نه شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: سعودي عربستان چې د تیلو په پیسو بډایه هېواد دی، ټینګه مذهبي ادارهاو پادشاه یي په خپل ولس کې نفوذ لري، نسبت نورو هېوادونو ته شاید د دموکراسی پلوو غورځنګونو څخه دومره متاثر نه شي.

خو د دغه هېواد مشران د تونس د استبدادي رژیم او د حسنې مبارک د واک له پرځېدو وروسته چې په سیمه کې د ریاض ډیر نژدې دوست وو وارخطا شوی دی.

نه یواځې دا بلکه په یمن او بحرین کې روانو ناکرارېو چې د سعودي عربستان ګاونډي هېوادونه دي، ریاض نور هم اندیښمن کړی دی.

بله دا چې په عراق کې د صدام حسین د رژیم په ړنګېدو داسې یو حکومت واک ترلاسه کړی چې ډیر نفوذ په کې د شیعه ګانو دی او دوي د ایران چې په سیمه کې د سعودي عربستان سیال ګڼل کیږي ملاتړ کوي.

عراق هم له سعودي عربستان سره ګډه پوله لري، یوعرب دیپلومات وایي عربستان له هرې خوا بحرانونو محاصره کړی دی، له اردن او عراقه نیولی تر یمن او بحرین پورې.

ورځپاڼه لیکي په دغو هېوادونو کې د ولسي غورځنګونو هر ډول پرمختګ سعودي عربستان د ایران او په سیمه کې د تهران د متحدینو لکه سوریي او خاصتا د حزب الله په ګټه بولي.

د سعودي عربستان پادشاه د مصر د پېښو د پیل راهیسي لږ تر لږه دوه ځلې د امریکا له ولسمشر سره په ټیلي فون خبرې کړي دي خو دغه خبرې د مصر د راتلونکې په اړه په جدي اختلافاتو پای ته رسیدلي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د سعودي عربستان چارواکي کوښښ کوي ځان ارامه څرګند کړي،د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر شهزاده نایف بن عبدالعزیز د تېرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر خبریالان او پوهان ریاض کې میلمانه کړي وو چې د عربي نړۍ د وروستیو تحولاتو په اړه ورسره خبرې وکړي.

ده غونډې ته وویل، چې سعودي عربستان له مظاهرو او ناکرارېو ځکه په امان کې دی چې هېواد کې شریعت نافذ دی او د شریعت د تطبیق په اړه خلکو ته کوم سوال نه پيدا کیږي.

خو د غونډې یو برخه وال چې د خپل نوم له څرګندولو یي ډډه وکړه وویل، چې شهزاده نایف غونډه والو ته وویل چې موږ له مصر او تونس سره مه مقایسه کوی، خو د ګڼو برخه والو زړه ته دا خبره نه لویده او فکر یې کاوه چې شهزاده په دې خبرې غواړي خپله وارخطایي او هیجان پټ کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، چې په سعودي عربستان کې هم د مصر، تونس او نورو عربي هېوادونو شرایط چې خلک یي پاڅون ته مجبور کړل واکمن دی.

په سعودي عربستان کې هم استبداد، اداری فساد او بې کاري شته، خو بیا هم کارپوهان په دې باور دي چې په سعودي عربستان کې دومره ژر تحولات ځکه نه شي راتلای چې ولس د تیلو په پیسو بډایه دي او د بدلون راوستو له فرهنګ سره یي دومره اړخ نه لګیږي.

په هر حال د بحرین تحولات د سعودي عربستان لپاره خاص اهمیت لري، ریاض په هیڅ قیمت نه غواړي چې د بحرین سلطنت وپرځي، نو ځکه کارپوهان په دې باور دي چې د بحرین د کړکیچ نتایج به د سعودي عربستان لاره هم وټاکي.
XS
SM
MD
LG