د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

عظیمي:زموږ د وړتیاوو لوړوالی د مخالفینو د زیات فعالیت لامل شوی


 د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي
د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو له پیاوړتیا سره سم د وسلوالو مخالفینو په فعالیتونو کې هم زیاتوالی راغلی، ځکه چې اوس افغان اردو ان هغو سیمو ته ځان رسولی چې د وسلوالو مخالفینو په لاس کې وې.

د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي په دې برخه کې د کندهار، هلمند او ارزګان ولایت ځینو ولسوالیو ته اشاره وکړه، چې په وینا یې افغان ځواکونو په کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

نوموړي وویل، د وسله والو مخالفینو وروستي فعالیتونه د دوي د غښتلتیا مانا نه لري:

“ د پوځي له لحاظه هر څومره چې ستاسو کیفیت او کمیت لوړیږي، ستاسو فعالیتونه ډیریږي.

اصلي عامل د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړېدل دي، څنګه چې امنیتي ځواکونه پخوا یوې سیمي ته نه شوای تلای اوس ورتلای شي، سیمي پاکوي او جګړې کیږي.

مخالفین نه دي غښتلي شوي، بلکې د افغان ځواکونو ځواک غښتلی شوی دی.”

ښاغلي عظیمي وویل، چې په وروستیو دو میاشتو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډیره شوې، خو په مقابل کې یې د وسلوالو مخالفینو مرګ ژوبله او نیونه هم زیاتې شوي دي او د دوي د فعالیتونو په شنډېدو لا ډیر بریالي شوي دي.

‍نوموړي ومنله، چې د ملي اردو د پیاوړتیا سره سره د دغه اردو په اساسي برخو کې ستونزې پر ځای پاتې دي چې د هواري لپاره یې هلې ځلې روانې دي:

“په مځکنۍ برخه، زرهې او نورو درنو وسلو او په هوايي ځواک کې ستونزې لرو.

زموږ تمه دا ده، چې د راتلوونکي کال په 11 یا 13 میلیارډه ډالري بودیجه کې دغه اړتیاوې پوره کوو، موږ توانېدلي یو، چې د ملي اردو د وړتیاو د لوړولو سره 29 ښوونځي فعاله کړو، ډېره برخه يې په 2010 کال کې فعاله شوې ده.”

د افغان ملي پوځیانو د وړتیاوو د لوړولو او غښتلي کولو لپاره دا هڅې په داسې وخت کې کیږي، چې د پوځي چارو نړېوال څېړونکي په افغانستان کې راتلوونکی کال د ګواښونو او کړاوونو ډک بولي.

همدا راز ټاکل شوې چې روان میلادي کال افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو بهیر هم پیل شي.

راپور،معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG