د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

نوي انصاري شرکت د امريکا د خزانې د وزارت لګول شوی تور رد کړ


وروسته له هغه چي د امريکا د خزانې وزارت چارواکو د نوي انصاري شرکت په ګډون پنځلس نور شرکتونه او افراد د قاچاقبرانو د پيسو د انتقال په تور په خپل تور ليست کې شامل کړل.

د نوي انصاري شرکت مشر حاجي عبدالله بارکزي نن په په خپل کور کې يوې خبري ناستې وويل، چې دا تورونه بې اساسه دي.

د امریکا د خزانې وزارت په خپل راپور کي ويلي وو، چې د نوي انصاري د صرافۍ شرکت د مخدرو موادو د دوو مشهورو قاچاقبرانو حاجي عزیزالله علیزي او حاجي جمعه خان په هیرویینو او تاریاکو ګټل شوې پیسې په دوبۍ کې مینځلې.

ښاغلي بارکزي وويل، چې د ده شرکت د داسې کسانو چې د قاچاقي او نور غير قانوني شبکو سره اړوند لري د پيسو د ليږد راليږد معامله نه کوي.

حاجي عبدالله بارکزي وايي، چې د دې ډول تورونو تر شا قومي منطقوي او سوداګريز تضادونه موجود دي:

(د دوو تنو پيسې چې دوي وايي، په انصاري شرکت جمعه شوي دي هيڅ حقيقت نه لري زه دا په کلکه ردوم او د دې دعوې لپاره چمتو يم چې خپل وکيل ونيسم .)

د امريکا د خزانې وزارت پر داسې مهال يو شمېر افغاني شرکتونه په تور ليست کې راولي چې د راپورونو په اساس د تيرو لسو کلونو را په ديخوا دغه وزارت په ټوله نړۍ کې شاوخوا نهه سوه نور شرکتونه هم په تور ليست کې شامل کړي.

راپور : محمدصادق رښتينى،کابل
XS
SM
MD
LG