د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

په جلال اباد کې چاودنو او بريدونو١١٥ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


په جلال اباد کې ځان مرګي برید ګرو ۴۰ تنه ووژل
په جلال اباد کې ځان مرګي برید ګرو ۴۰ تنه ووژل
د جلال اباد په ښار مخابراتو چوک تر څيرمه د کابل بانک په دوهمه څانګه د شنبې ورځ سهارني وسله وال بريد او ورپسې همدې سيمه کې دوه زور ورو ځانمرګو بمي چاودنو شاوخوا١١٥ تنو ته مرګ ژوبله واوړله.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل: نا معلومو وسله والو لومړى د بانک ساتونکي ووژل او وروسته يې بانک کې پر عامو خلکو د ډز ې وکړې او لاسي بمونه وغورځول.

والي زياته کړه، ټولو امنيتي ارګانونو په منظم ډول د بريدکوونکو د مخنيوي لپاره ځوابي بريد وکړ، چې له امله يې دوه ځان مرګي ووژل شول او دوه نورو
د جلال اباد په ځان مرګو بریدو کې یو تن ټي
ځانمرګي بريدونه وکړل.

د ننګرهار والي وويل: د يو پوليس په ګډون 18تنه وژل شوي او18 پوليسو په ګډون 70 تنه ټپيان شوي دي .چې په کې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ معاون او د جنايي مدير په ټپيانو کې هم شامل دي.

هغه د بريد کوونکو شمېر اوه تنه وښوده وې ويل، چې د بانک ټوله خزانه ساتل شوې ده، خو نن يکشنبې د ننګرهار د عامې روغتیا سرطبيب ډاکټر سيف الرحمن ابراهيم خېل وويل: دوي ته ټولټال څلوېښت تنه وژل شوي او پنځه اويا تنه ټپيان وروړل شوي دي،په اړه يي يو تن عيني شاهد وايي:

(ورشئ وګورئ ټول کابل بانک له مړو ډک دى چې شاوخوا ٤٠ تنه ملکي او امنيتي پوليس لا هم په وينو ککړ پراته دي.)

بل خوا طالب وياند زبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په يوه راليږل شوي تیلفوني پيغام کې ليکلي چې په ياده پيښه کې يې لومړى درې تنه فدايان پر بانک ور وختل چې ګڼو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

دغه راز نوموړى په دوهم مسېج کې ليکلي چې په همدې سيمه کې لومړنۍ چاودنه کې ٥٠ کيلو منفجره مواد په يوه رکشه ډوله موټر کې ځاى پر ځاى کړي وه چې تر چاودلو وروسته يې لس عسکر وژلي دي. خو ننګرهار والي ګل اغا شېرزي وويل بريد کوونکي ټول اوه تنه وو.

د يادونې وړ ده چې په تېرو نهه کالو کې د جلال اباد ښاريان له داسې درنې پېښې سره نه وو مخ شوي.

راپور-محمد داود وفا-جلال اباد
XS
SM
MD
LG