د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

د ای اس ای د پخواني افسر کرنل امام د وژلو فلم خپور شو


په هغې ويډيو کې چې د پاکستان د یوه خصوصي تلويزيون له لارې خپره شوې ښودل کېږي، چې کرنل امام د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود په موجودیت کې دیوه مخ پټي وسله وال په ډزو ويشتل کېږي.

په ويډيو کې ښودل کېږي، چې لومړی حکیم الله محسود د نوموړي د وژنې په اړه خبرې کوي خو پر رسنیو د حکومتي بنديز له امله د هغه غږ نه اورول کېږي او يواځې د ویاند له خوا یې اردو ژباړه وړاندې کېږي.

د طالبانو مشر ددې قتل مسووليت د پاکستان پر دولت او د کرنل امام پر کورنۍ اچولی او ويلي یې دي چې دوي په کراتو حکومت او د هغه کورنۍ ته خپل شرطونه او غوښتنې وړاندې کړې وې، خو په وینا یې تر پایه چا مثبت ځواب ورنه کړ.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای اس ای دغه پخوانی افسر چې اصلي نوم یې امير سلطان تارړ او په کرنل امام مشهور و شاوخوا یو کال وړاندې شمالي وزیرستان ته په لارې د ناڅرګندو وسله والو له خوا وتښتول شو.

سره له دې چې د اسيايي پړانګانو په نوم یوې ډله دهغه د تښتونې مسوولیت منلی و خو داسې هم ویل کېدل چې نوموړی د حقاني له وسله والو سره بندي دی.

خو د پاکستاني پوځ پخوانی افسر محمود شاه چې پر طالبانو ژور نظر لري بیا په دې باور دی چې که کرنل امام د افغاني طالبانو لاس ته ورغلی وای نو ښايي ژوندی پاتې شوی وای،ځکه چې نوموړي له هغوي سره نژدې او دوستانه اړيکې لرلې :

((خلک داسې فکر کوي چې ګواکې د حقاني او حافظ ګلبهادر ډلې چې لومړۍ یې د افغاني او دویمه یې د پاکستاني طالبانو ډلې دي په بشپړه توګه پر شمالي وزیرستان واکمنې دي،خو حقیقت داسې نه دی،حقیقت دادی چې هلته نورې ډېرې لویې او وړې ډلې فعاليت لري او ددغو دوو ډلو اوامرو ته هېڅ غاړه نږدي.

زما په نظر د حقاني ډلې نه غوښتل چې کرنل امام ووژل شي دا ځکه چې دوي دواړو له یوبل سره ښې اړيکې او یو د بل په اړه یې مثبت نظريات لرل.))

په دې ويډيو کې چې نېټه او ځای یې نه دی ښودل شوی د طالبانو دمشر له قوله ویل شوي چې دپېښور اسلامیه پوهنتون رئیس پوهاند اجمل خان چې څه باندې پېنځه میاشتې وړاندې له پېښوره تښتول شوی هم له دوي سره بندي دی،نوموړي ګواښ کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي هغه به هم له ورته برخليک سره مخ شي.

کرنل امام چې د پاکستاني استخباراتو یا ای. ایس. ای یو بل متقاعد افسر خالد خواجه او یو بریتانوی خبریال هم ورسره ملګري وو، د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کې له بنو څخه شمالي وزیرستان ته په لاره د ناڅرګندو وسله والو له خوا وتښتول شو.

وروسته د خالد خواجه مړی چې په مرمیو ویشتل شوی و د شمالي وزیرستان د میرعلي په اړوندو کې وموندل شو او بریتانوی خبریال له موټر چلوونکي سره یوځای خوشې شو.

کرنل امام په وروستي ځل د تېر کال په جولای میاشت کې د پاکستان یوه خصوصي تلويزيون پر هنداره راڅرګند شو،نوموړي په دغه ويډيويي پيغام کې حکومت ته ګواښ کړی و چې که دده دخلاصولو په برخه کې جدي اقدامات ونه کړي نو دی به د ای اس ای له ډيرو مهمو رازونو نه پرده پورته کړي.

که څه هم پاکستاني طالبانو تېره میاشت رسنیو ته ویلي ول ،چې کرنل امام یې وژلی او کورنۍ ته د هغه د مړي سپارلو په بدل کې یې دنغدو پيسو غوښتنه کړې وه خو هغه مهال حکومتي سرچینو په رسمي ډول دغه پېښه نه وه تائید کړې.

تښتوونکیو تر پایه رسنیو ته خپلې غوښتنې په ډاګه نه کړې خو طالبانو او استخباراتو ته نژدې سرچینې وايي، چې وسله والو دای اس ای ددغه پخواني مهم سړي په بدل کې د نغدوپيسو ترڅنګ د یوشمېر هغو افغاني او پاکستاني طالبانو چې د پاکستان په زندانونو کې بند دي د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

کرنل امام په خپلو وروستیو څرګندونوکې په ښکاره وويل، چې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد يې له افغان مجاهدینو سره همکاري کړې او د طالبانو مشر ملا عمر ده واک ته رسولی و.

هغه همدا راز تر پایه له افغان طالبانو ملاتړ کاوه خو ترڅنګ یې پر پاکستاني طالبانو سختې نيوکې کولې او د هغوی کړنې یې غندلې.

خو دا چې د (ای. ایس. ای) دغه پخوانی مهم چارواکی ولې نا امنو قبایلي سیمو ته تللې و او د نوموړي د قتل تر شا څوک کیدای شي هغه پوښتنې دي چې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
XS
SM
MD
LG