د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

کرزی: د دایمي اډو په اړه ورورستۍ پرېکړه باید افغانان وکړي


ولسمشر کرزی وايي موږ په یوه جزیره کې ژوند نه کو، چې شا او خوا څه ونه لرو، بلکې په داسي سیمه کي ژوند کو چې ګاونډیان لرو
ولسمشر کرزی وايي موږ په یوه جزیره کې ژوند نه کو، چې شا او خوا څه ونه لرو، بلکې په داسي سیمه کي ژوند کو چې ګاونډیان لرو
په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د جوړولو په اړه د روسيې د توند غبرګون وروسته افغان ولسمشر یو ځلې بیا په دې ټینګار وکړ، چې په دې اړه هر ډول پرېکړه باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لامل شي.

ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیکو اړیکو او دایمي اډو جوړول د افغان حکومت تر واک لوړه پرېکړه ده او دا پرېکړه د افغانستان په ملي شورا، لویه جرګه او په ټولیزه توګه افغانانو اړه لري.

همدارنګه ولسمشر کرزی د ګاونډیو هیوادونو نظر هم مهم بولي.
موږ په یوه داسي سیمه کې ژوند کوو، چې له ستونزو ډکه ده، نو بیا دې خبرو ته په کتو سره د افغانستان ملي ګټو او سولې راتلو او د افغانانو هوډ ته اړتیا ده.

ولسمشر


“زموږ د ګاونډیو هیوادونو نظرونه موږ ته مهم او اساسي دي، نن مو په دې اړه د روسیې خبره واورېدله، موږ په یوه جزیره کې ژوند نه کو، چې شا او خوا څه ونه لرو، بلکې په داسي سیمه کي ژوند کو چې ګاونډیان لرو او د سیمي لوی دي.

موږ په یوه داسي سیمه کې ژوند کوو، چې له ستونزو ډکه ده، نو بیا دې خبرو ته په کتو سره د افغانستان ملي ګټو او سولې راتلو او د افغانانو هوډ ته اړتیا ده.”

دا خبرې وروسته تر هغه کیږي، چې روسيې په افغانستان کې د امریکا له خوا د پوځي اډو په جوړولو اندېښنه ښوولې او له امریکا څخه یې غوښتي چې دا کار ونه کړي.

د قهر سبب


د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې اړه خبرې کول هم په افغانستان کې د سولې روانې هڅې اغېزمنوي او د سیمې د هیوادونو د قهر سبب به وګرځي.

د سیاسي او امنیتي چارو کار پوهان هم په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو د جوړولو مخالفت کوي.

جنرال امرالله امان وايي، په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو جوړول به د سیمي د هیوادونو ستونزې نوري هم ډیرې کړي.

"له دې سره د سیمې ستونزې لا زیاتیږي، دلته چین، ایران او پاکستان لاس تر زنې نه شي کېناستلی."

ملي ګټې


ولسمشر کرزي د جرمني د مونیښ په نړیواله امنیتي غونډه کې تر ګډون وروسته، چې شا او خوا دوې اوونی مخکې شوې، د امریکايي چارواکو د دې غوښتني په اړه خبر ورکړ، خو ویې ویل په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره افغانان کوي.

دې پرېکړې په افغانستان کې هم د ځینو کړیو او چارواکو اندېښنې راپورته کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ ویلي، چې د امریکا دایمي اډې به په اوږد مهاله توګه د هیواد امنیت ډاډمن کړي، خو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر او پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل بیا د ښاغلي وردګ پر خبرو ټینګ انتقاد کړی او له هغه یې غوښتي چې خپلي دا خبرې بیرته واخلي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG