د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

نجفي: د افغانستان هوايي شرکتونو الوتنې معیاري کیږي


د دې تړون له مخې جرمني به د ټرانسپورټ وزارت او هوایي ډګر د سیسټم د پیاوړی کولو او د شته ستونزو د هواري لپاره کار کوی.
د دې تړون له مخې جرمني به د ټرانسپورټ وزارت او هوایي ډګر د سیسټم د پیاوړی کولو او د شته ستونزو د هواري لپاره کار کوی.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هڅه کوي، د هغو ستونزو د هوارې لپاره جدي کار وکړي، چې له امله یې اروپایي ټولنې افغاني الوتکې دې سترې وچې ته له الوتنو متع کړي.

د اروپایي ټولنې له نظره، د افغاني هوایی شرکتونو امنیتي خوندیتوب او د هوایي چلند د څار او کنټرول سیستم یې په نړیوال معیار برابر نه دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ډاکټر داود علي نجفي د همدې ستونزو د هواري لپاره د شنبې په ورځ د جرمني له سفیر سره یو تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې جرمني به د ټرانسپورټ وزارت او هوایي ډګر د سیسټم د پیاوړی کولو او د شته ستونزو د هواري لپاره کار کوی.

"هغه اندیښنې چې په تیر وخت کې د پروازونو د خوندیتوب په برخه کې د ټرانسپورټ په وزارت کې موجودې وې، د دې تړون په لاسلیک کیدو او د المان د تخینیکي ټیم په مرسته به وکولای شو، چې دغو اندیښنو ته ځواب ووایو او حل یې کړو.

له دې سره به زموږ هوایي شرکتونه او الوتکې معیاري شي او په وزارت کې به هم یو پیاوړی کنترولي او د څار سیسټم رامنځته شي. له دې سیسټم سره به وزارت وکولای شي چې ټول پروازونه کنټرول او نظارت کړي، قانون پرې تطبیق او په راتلونکې کې د داسې ستونزو سره مخ نشو."

دغه تړون د جرمني له کوپرنیکاس کمپنۍ سره لاسلیک شوې، چې له مخې به یې افغان ځوانانو ته د الوتکو د خوندیتوب او هوایي ډګرونو په نورو اړوندو برخو کې هم لنډ مهاله او اوږد مهاله زده کړې ورکوي.

افغان دولت وروسته له هغې د هوایي ډګر د سیسټم د پیاوړي کولو هڅې ګړندۍ کړي چې اروپایي ټولنی اروپا ته د افغاني هوایي شرکتونو په الوتنو بندیز ولګاوه.

د ښاغلي نجفي په وینا د اروپایي ټولنې د دغه بندیز یو علت په افغانستان کې د هوایي ټرانسپورټ د خدماتو په اړه د نوې مقرری نشتوالی وباله.

ښاغلي نجفي وویل، چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اوسنۍ مقرره د ۱۹۷۲ میلادي کال وه او اوس اوس دوی نوې مقرره تصویب کړې ده.

په ورته وخت کې د جرمني سفیر هم په خپلو مرستو ټینګار وکړ او خبر یې ورکړ چې له دې تړون سره به د افغاني هوایي شرکتونو ستونزې تر یوه کچه حل شي.

دي وایي:

"موږ له افغانستان سره د ستونزو د هواري په برخه کې مرستې کوو او یواځې یې نه پریږدو. له دې تړون سره به هوایي چلند ستونزې لږ تر لږه هوارې شي او یو ورځ به افغانستان دې ته برابر شي، چې په دې برخه کې ورپیښې ستونزې په خپله هوارې کړي.

د نن ورځې تړون د اقتصاد له پلوه هم افغانستان ته مهم دی اوموږ هڅه کوو، چې افغانستان له دې اړخه اقتصادي ګټې هم لاس ته راوړي."

خو دا نه د جرمني سفیر او نه هم د ټرانسپورټ وزیر په ډاګه کړه، چې دغه پروګرام ته څومره بودیجه ځانګړې شوې.

ډاکټر نجفي که څه هم وویل، چې دا یوه دوامداره پروسه ده او د لګښت اټکل یې ناشونې دې.

ده دا هم وویل، چې دا ټول لګښتونه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکول کیږي.

خو دا، چې دا پروګرام به د اروپا له تور لسټ څخه د افغان هوایي شرکتونو په لرې کولو کې څومره مرسته وکړي څه نه دي ویل شوي.

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG