د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره درې ماده ایزه طرح وړاندې شوه


ګمارل شوې شپیته کسیزه کمیسیون ته دنده ورکړل شوې چې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره معقوله لارې چارې ولټول شي.
ګمارل شوې شپیته کسیزه کمیسیون ته دنده ورکړل شوې چې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره معقوله لارې چارې ولټول شي.
د ولسي جرګې د ريیس د ټاکلو د ستونزې د اواري لپاره، ګمارل شوي کمیسیون ته دنده ورکړل شوه، چې د جرګې د رییس د ټاکلو لپاره دې، خپل پیشنهادونه د جرګې راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي.

څو ورځې مخکې ولسي جرګې، د رایو په اکثریت یو ۶۰ کسیز کمیسیون ته دنده ورکړې وه، چې د ريیس د ټاکلو روانې ستونزې ته دې، د قانون په پام کې نیولو سره، یوه معقوله لاره ومومي.

تفاهم او توافق

ځانګړي کمیسیون د شنبې په ورځ، درې ما ده ایزه طرح غونډې ته وړاندې کړه، چې د عمومي تفاهم او توافق طرح په کې د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د جرګې موقت ريیس محمد سرورعثماني وویل، د دې لپاره چې ولسي جرګه ژر ترژره د ريیس خاونده شي، یاد کمیسیون دې راتلونکې غونډې ته څو تنه وړکسان معرفي کړي. ده وویل:

موږ د خپل کار په څلورو ورځو کې د یوې طرح درې ماده ترتیب کړې، یو داچې د ريیس ټاکلو ته دې عمومي تفاهم وشي او وړکسان دې معرفي شي...

محقق

"د کمیسیون له خوا لومړۍ طرح د رایو په اکثریت تصویب شوه، له دې سره د کمیسیون دنده پای ته نه ده رسیدلې او په دې موضوع به نور بحث هم کوي او بیابه غونډې وړاندې کوي."

ولسي جرګې په شاوخوا شلو ورځو کې د ريیس ټاکلو ته څلور ځله انتخابات وکړل خو په دې لړ کې یو کاندید هم ونه توانید، چې پنځوس جمع رایې پوره او د جرګې رییس دې شي.

د دې ستونزې اواري ته یو ځانګړی کمیسیون وټاکل شو. د کمیسییون مشر محمد محقق، د کمیسیون ترتیب کړې طرحې داسې په ګوته کړې.

"موږ د خپل کار په څلورو ورځو کې د یوې طرح درې ماده ترتیب کړې، یو داچې د ريیس ټاکلو ته دې عمومي تفاهم وشي او وړکسان دې معرفي شي، بله دا چې د ولسي جرګې د کورنیو دندو په اصولو کې دې بدلون راشي او بله دا چې ستونزه دې د اساسي قانون د څار کمیسیون ته راجع شي."

له دې مخکې د ولسي جرګې ځینو غړو ویل، د رییس د ټاکلو ستونزه دې د اساسي قانون د څار کمیسیون ته راجع شي او ځینو ویل، د جرګې د کورنیو دندو د اصولو په مادو کې دې بدلون راوستل شي.

په تیرو شاوخوا درې اوونیو کې دغو بحثونو د جرګې د ریيس د ټاکلو ټولې لارې وتړلې.

خلک وایي، ولسي جرګې د ملت پر وړاندې درانه مسوولیتونه لري او غړوته یې په کار ده، چې ژرترژره خپلمینځي اختلافونه له منځه یوسي او د جرګې ريیس دې وټاکي.

دا چې ولسي جرګه به په راتلونکي غونډه کې د ريیس د ټاکلو لپاره کومه لاره نیسي، دا به هم معلومه شي.
XS
SM
MD
LG