د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

په لیبیا کې د ”د خوابدۍ د ورځې” تر سرلیک لاندې مظاهرې روانې دي


له ليبيا څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې له پرون راهيسې د حکومت پرخلاف ”د خوابدۍ د ورځې” تر سرليک لاندې، مظاهرې او احتجاجونه روان دي.

راپورونه وايي، په زرګونو کسان د دې هېواد د دويم لوى ښار بنغازي لارو او کوڅو ته راوتلي دي. له ګڼو نورو سيمو څخه هم د ناکرارېو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې ويلي دي، چې د امنيتي ځواکونو او مظاهره چيانو ترمنځ په مقابله کې ٢٤ کسان وژل شوي دي.

تمه کېږي چې نن د وژل شوېو کسانو د وير مراسم ترسره شي.

د ميامر قضافي پلويان هم په مرکز طرابلس کې دباندې راوتلي، نوموړي ډېره موده په عربي نړۍ کې واک چلولى دى.

دا په ليبيا کې د هغو حکومت ضد مظاهرو سلسله ده چې په دې وروستيو کې په شمالي افريقا او منځني ختيځ کې پيل شوي دي.
XS
SM
MD
LG