د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۷

مشعل:اوس مخالفینو په خپل جنګي تکتیک کې بدلون راوستی


د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل
د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل
د کابل په دوو جوماتونو کې د انتحاري حملو د تنظیموونکو له نیول کېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت چارواکو خبرداری ورکړی چې خلک دې په خپلو جوماتونو کې ناپېژاندي خلک نه پرېږدي.

د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د هېواد استخباراتو د جوماتونو د امنیت ټینګولو په مقصد یو لړ تدابیر نیولي دي، خو د ده په وینا د جوماتونو موضوع ځینې حساسیتونه لري او ځکه دولت له خلکو غوښتنه کوي چې په جوماتونو کې د مشکوکو کسانو په نه پرېښودو سره دې په خپله خپل امنیت وساتي.

په دې اړه احمدتکل د ملي امنیت د عمومي ریاست له ویاند لطف الله مشعل سره مرکه کړې ده، ښاغلي مشعل په پیل کې، د کابل د تایمني او پلچرخي په جوماتونو کې د تروریستانو د پټېدو مسئله یاده کړه او تایید یې کړه چې دا یوه لویه امنیتي ستونزه ده ،دا مرکه احمد تکل کړی، چې د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته يې (ږغ) له برخې اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG