د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

په لیبیا کې هم د حکومت ضد مظاهرې شوي


رپوټونه وایي، تیره شپه سلګونه کسان د لیبیا په بن غازي ښار کې د دولت خلاف مظاهرې لپاره سړکونه ته راوتلی وو.

د لیبیا د مستبد واک ترسیورې لاندې د دغې نادرې مظاهرې رپوټونه په داسې مهال خپریږي، چې د تونس او مصر له ولسي پاڅونونو وروسته د افریقا په شمال او منځني ختیځ کې سیاسی ناکراري مخ په خورېدو ده، په بن غازي کې د مظاهرو خبره کومې مستقلې منبع تایید کړې نه ده.

یو ویډیو کلیپ چې تیره شپه په انټرنټ کې خپورشو، په ښار کې د خلکو ډلې ښیي چې د دولت ضد شعارونه ورکوي.

رپوټونه وایي، د تیرې شپې په مظاهرو کې د لسو پولیسو په شمول څوارلس کسه ټپیان شوي دي.

د لیبیا حکومت د دغو پېښو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو دولتي تلویزیون وویل، چې د لیبیا د مشر معمرالقذافی د ملاتړ لپاره په ټول هېواد کې غونډې او مظاهرې شوي دي.

نوموړي له څلویښتو کلونو راهیسي د لیبیا واکمن دی، لیبیا د تیلو د ثروت بډایه هېواد دی.

رپوټونه وایي، په بن غازي کې مظاهرې وروسته له دې پيل شوي چې حکومت د فتحی تیر بل په نامه یو قانون پوه وکیل چې د رژیم ښکاره مخالفت کوي ونیوه، وروسته دی خوشی کړای شو خو مظاهرو دوام وکړه .

په لیبیا کې ناکراري د حکومت ضد هغو مظاهرو د څپې یوه برخه ده چې په وروستیو اونیو کې په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې خوره شوه او د تونس او مصر رژیمونه چې له کلونو راهیسي واکمن وو ړنګ کړل.

د استبدادي رژیمونو تر واک لاندې بې کاري، د بیو اوچتوالي او اداري فساد دغو مظاهرو ته لمن وهلې.

په تیرو څو ورځو شپو کې په یمن، الجزایر، اردن او بحرین کې مظاهرې وشوې.

د چهارشنبی په ورځ د دولت ضد مظاهره چیان او دولت پلوي خلک د څلورمې پرله پسې ورځ لپاره د یمن پلازمینه صنعا کې سره ونښتل.

دغه راز په بحرین کې له دوو ورځو مظاهرو او نښتو وروسته چې په ترځ کې یي دوه مظاهره چیان ووژل شول، د چهارشنبې په ورځ زرګونه مظاهره چیان د پلازمینې منامې په یوه میدان کې سره راغونډ شول.

وروسته له دې چې د بحرین پادشاه حمد بن عیسی ال خلیفه د سې شنبې په شپې ولس ته وینا وکړه پولیسان ځان له مظاهره چیانو لیرې ساتي.

شیخ حمد ال خلیفه د دوو شیعه مظاهره چیانو د مړه کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه، ده ژمنه وکړه چې د پېښې په اړه به تحقیقات وشي او دا یي هم وویل، چې په انټرنټ او مطبوعاتو لګول شوي محدودیتونه کموي.

مظاهره چیان د شیخ خلیفه بن سلمان ال خلیفه د لېرې کېدو غوښتنه کوي، چې له څلویښتو کلونو راهیسي د بحرین صدراعظم دی.

سره له دې چې د بحرین اویا په سلو کې خلک شیعه مذهبي دي خو د دغه هېواد واک د سني پادشاهانو په لاس کې دی.

له هغی نېټې راهیسې چې بحرین څلویښت کاله پخوا خپلواکي ترلاسه کړې د دغه هېواد د سني مشرتابه او شیعه ګانو ترمنځ دوامدار کړکیچ ډیر ځلې نا ارامی رامنځ ته کړی دی.

شیعه ګان وایي، چې دوي منزوي ساتل شوي او حقوق یي تر پښو لاندې شوي دي.

په بحرین کې ناکراري ځکه امریکا ته د اندیښنې وړده، چې بحرین د امریکا د سمندري ځواکونو بیړېو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG