په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان ویاند وایي، چې دا رپوټونه سم نه دي چې جنرال ډیویډ پیټرویس به له کاره ګوښه شي.
وروسته تر دې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي استازي د ټاکلو خبره را برسیره شوه داسې نه تایید شوي خبرونه خپاره شول چې په افغانستان کې د امریکا یو شمېر چارواکي له کارونو لرې کیږي.
تیر دیسمبر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک د زړه د ناروغۍ له امله ومړ او له هغه را وروسته اوس ویل کیږي چې یو متقاعد دیپلومات دې څوکۍ ته غوره شوی دی.
د لندن ټایمز ورځپاڼې دا خبر چې په افغانستان کې به د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان له کاره لرې شي.
د ډینجرروم په نامه ویب لاګ رد کړی دی او څرګندوي چې د اوس لپاره دا ناسم فکر دی چې جنرال پیټرویس به له کاره ګوښه کیږي.
ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ګڼه کې لیکلي چې جنرال پیټرویس به د روان میلادي کال تر پایه له کاره لرې شي او اوس په کابل کې د هغه د ځای ناستې په اړه خبرې روانې دي.
جنرال پیټرویس غواړي، چې له افغانستانه بهرني پوځیان هغه وخت ووځي چې حالات سم شوې وي، د نوموړي جنرال له ویاند ډګروال ایرک ګنهاس څخه چې د ټایمز د خبر په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې نه داسې څه نه شته، خو بل لور ته د امریکا د دفاع وزارت ویاند جیف موریل خبریالانو ته په ایمیل کې لیکلې دي چې د دغو اوازو سربیره چې د لندن یوې ورځپاڼې هم اشاره ورته کړې ده زه تاسو ته ډاډ درکوم چې جنرال پیټرویس د ایساف له قوماندانۍ نه لرې کیږي خو دی دا پلان هم نه لري چې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
جیف موریل زیاتوي، چې پیټرویس به یو وخت له دې کاره ځي خو بیا هم زه وایم چې هغه وخت دغه نن سبا نه دی.
په افغانستان کې د امریکایي چارواکو په برخه کې واشنګتن پوسټ ورځپاڼې بیا د سې شنبې د ورځې په ګڼه کې ولیکل چې د افغانستان لپاره د متحد ایالاتو په ټیم کې به ستربدلون راشي او د نورو کسانو په ډلې کې به په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري، د امریکایي ځواکونو د ورځنیو عملیاتي چارو پرمخ وړونکی جنرال ډیویډ رودریګوز او عمومي قوماندان جنرال پیټرویس بدل شي.
دا اوازې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له نوي استازي سره چې احتمالا به ژر رسما اعلان شي تړل شوې دي.
رپوټونه څرګندوي، چې متقاعد دیپلومات مارک ګروسمان ته به دا دنده وسپارل شي.