د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

افغانستان د مخابراتو په برخه کې د جي ایس ایم نړیواله جایزه واخیسته


امیرزی سنګين د افغانستان د مخابراتو سرپرست وزیر
امیرزی سنګين د افغانستان د مخابراتو سرپرست وزیر
د سې شنبې په ورځ د فیبرورۍ په ۱۵ مي نیټې د هسپانیې په برسلونا ښار کي د نړۍ د جي سي ایم نړیوال کنفرانس جوړ شوی و او د مخابراتي خدمتونو او ښه حکومت یا ادارې په برخې کي نړیواله جایزه افغانستان تر لاسه کړه.

په کنفرانس کي د نړۍ د مخابراتي موسیسو او حکومتونو شاوخوا پنځوس زرو استازو ګډون کړی او د افغانستان په ګډون ۱۴ هیوادونه دغې مهمې جایزې ته کاندید شوي و. جان اقا الکوزي په دې اړه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر انجینر امیرزي سنګین سره مرکه کړي ده. دا مرکې د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ) له ځایه اوریدلی شئ .
XS
SM
MD
LG