د افغانستان د مالیي وزارت وایي، چې له هغو موسېسو نه د مالیي د راټولو په برخه کې لا هم ستونزې لري، چې د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې او ایساف لپاره کار کوي.
د دغه وزارت له خوا د ورکړل شوېو معلوماتو که څه هم افغان حکومت هغه ټولې موسېسې په مالیي ورکولو مکلفې بولي، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو دغه ادارې بیا له دې سره مخالفت څرګندوي.
د مالیي وزارت چارواکو چې د یکشنبې په ورځ یي په کابل کې د نا دولتي موسېسو لپاره د مالیي ورکولو په اړه د عامه پوهاوي یوه غونډه پرانیستلې وایي، چې ایساف یوازې له فرعي قراردادیانو څخه په مالیي ټولو ټینګار کوي، حال دا، چې د مالیي وزارت په وینا اصلي قراردادیان هم باید مالیه ورکړي.
که څه هم د مالیي قانون په ۱۳۸۷ لمریز کال کې توشیح شوی، خو لا هم د مالیو په راټولو کې ډیرې ستونزې موجودې دي.
د مالیي وزارت چارواکې وایي، چې د نا دولتي موسېساتو څخه په سمه توګه د مالیو د راټولولو لپاره یي لومړنۍ هڅه د مالیاتو د راټولو په اړه پوهاوې او معلومات ورکول دی.
خو په دغه غونډه کې د ځینو موسېساتو استازي که څه هم د مالیو ورکول یو منل شوی اصل بولي خو وایي، چې د مالیي قانون د بهرنیو هېوادونو د مالیاتي قانون له مخې جوړ شوی چې نه شي کولای په اسانۍ سره په افغانستان کې پلې شي.
دوي وایي، چې د مالیاتي قانون پلي کېدل په افغانستان کې څه مودې ته اړتیا لري، د سویډن د کمېټې استازې خسرو مومند، چې په دغه غونډه کې ګډون کړې وایي، چې د مالیي قانون د پوهاوې لپاره باید موسېساتو او خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شي:
د مالیي وزارت هم دا ستونزه منې چې د مالیاتو ورکولو په اړه زیاتره موسېسې او خلک معلومات نه لري او همدا لامل ده چې موسېسې او نور خلک د مالیه له ورکولو ډډه کوي.
د مالیي وزارت د عواېدو او ګمرکونو مرستیال سید مبین شاه وایي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۶۰۰ نا دولتي موسېسې کار کوي، چې یواځې ۲۵۰ یی مالیه ورکوي.
د ده په وینا تیر کال یي یواځې د ۲۵۰ موسېسو څخه یونیم میلیارد افغانۍ مالیه راټوله کړې ده، دوي تمه لري چې د نا دولتي موسېسو څخه به شاوخوا ۳میلیارده افغانۍ مالیه راټوله کړې.
په داسې حال کې، چې د مالیي د وزارت له خوا د مالیو د راټولو هڅې روانې دي، خو کتونکي انتقاد کوي چې له ټولو مالیه ورکونکو نه باید مالیي په یو شان او شفاف ډول راټولې شي.
همدا شان د مالیي وزارت تل هڅه کوي، چې د مالیو او عواېدو کچه لوړه کړي خو کتونکي بیا سپارښتنه کوي چې دا کار باید داسې ترسره شي چې عامه خلکو ته زیان ونه رسیږي.
راپور: مخفي عزیزي،کابل