د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۵

په هېواد کې د سرطان نارغۍ دخپرېدو په اړه د روغتیايي چارواکو اندېښنه


میرمن برهاني په دې وروستیو کې د سګي او معدې سرطانونه هم زیات شوي دي.
میرمن برهاني په دې وروستیو کې د سګي او معدې سرطانونه هم زیات شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، په هیواد کې د سرطاني ناروغیو په زیاتوالي اندیښنه ښیي او وایي، چې غواړي په روان میلادي کال کې د سرطاني ناروغیو د خپریدو د عواملو په اړه سروې وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې او څیړنې لپاره کوم ځانګړی روغتون او مرکز نشته، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د سرطاني ناروغیو په پیښې مخ په زیاتیدو دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ډاکټر نادره حیات برهاني چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د سرطاني ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وینا کوله وویل، که څه هم دوی په افغانستان کې د سرطان په ناروغیو د اخته کسانو شمیره نه لري خو وایي، چې د دوی د معلوماتو له مخې، په ښځو کې د سینې، او رحم سرطان زیات دی.

میرمن برهاني وایي، د دې ترڅنګ په ټولیزه توګه د سګي او معدې سرطانونه هم په دې ورسیتو کلونو کې زیات شوي دي.

"موږ داسې سروې نه ده کړې چې د سرطان ناروغۍ فیصدي پرې معلومه کړو، موږ چې وویل د سرطان ناروغۍ مخ په زیاتیدو ده، دا مو په هیواد کې چاپیریال د ککړوالي، د انتاني ناروغیو خپریدو، د سالمو خوړلو نشتوالی او د کابل په څو روغتیایي مرکزونو کې د سرطاني ناروغانو د ثبت په استناد وویل، چې دا ناروغۍ د تیرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده.

موږ نشو کولای چې په دې اړه ارقام تاسې ته درکړو، ځکه چې په دې اړه شمیره زیاتې عملي څیړنې ته اړتیا لري."

که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي، چې ټاکل شوې په روان میلادی کال کې د سرطاني ناروغیو د خپریدو د عواملو په اړه به سروې وکړي، د کابل طب پوهنتون استاد، محمد فرید عادل بیا په هېواد کې د سرطاني ناروغتیو د خپریدو یو اصلي علت د چاپیریال ککړتیا بولي.

حال دا، چې د ده په وینا د دې ناروغۍ ځینې نور لاملونه هم شته.

"په سلو کې څلور سرطانونه ارثي فکتورونه لري او په سلو کې شپږ نوي سرطانونه د ککړ چاپیریال له امله رامنځ ته کیږي.

په چاپیریال پورې تړلي سرطانونه د چاپیریال د ککړوالي، غذایي رژیم، مکروبونو، استرسونو، د فزیکی فعالیت نه کول، تشویشونه یا سوچو نه دی چې د سرطان لپاره لار پرانیزي.

ډاکټر فرید وایي،چې په تیرو د ېرشو کلونو کې د هېواد په کچه د سرطاني ناروغیو د درملنې یو مرکز و خو په دې وروستیو جګړو کیې هغه هم له منیځه تلی دی.

نوموړي د عامې روغتیا وزارت له چارواکو څخه وغوښتل، چې د سرطانی ناروغیو د درملنی لپاره دې دا مرکز بیا فعاله کړي.

اوسمهال په افغانستان کې په سرطان اخته کسان د درملنی لپاره ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه پاکستان ته ځي خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چېۍ په هېواد کې د سرطانی ناروغیو د درملنې د اسانتیاو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۱۲اعشاریه اوه میلیونه کسان په سرطان اخته دي او هرکال له دې ډلې څخه ۷ اعشاریه شپږ میلیون کسان ددی ناروغۍ له امله مری.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG