په مصر کې د ډیموکراسۍ د پلویانو د پراخو اعتراضونو په اتلسمه ورځ ولسمشر حسني مبارک بالاخره پرون له واکه د لیرې کېدو پرېکړه وکړه او د هېواد د چارو واګي یې پوځ ته وسپارل.
د مبارک د استعفی اعلان د ده مرستیال عمرسلیمان د مصر د دولتي ټلویزیون له لارې وکړ:
"زما هېوادوالو، په دې سختو حالاتو کې چې زموږ هېواد ورسره مخامخ دی ولسمشر حسني مبارک پرېکړه وکړه، چې د جمهور رییس په توګه له خپله مقام څخه لیرې شي.
وسله وال ځواکونه
ده د وسله والو ځواکونو عالي شورا ته دنده ورکړه، چې د دولت چارې اداره کړي. خدای دې تاسو په خپل امن کې وساتي."
له دې اعلان سره سم په مرکز قاهره، الکساندریه او نورو ښارونو کې خلکو د خوښۍ نارې پیل کړې خو تر ټولو زیاته ګڼه ګوڼه د قاهرې په تحریر چوک کې وه، چې په تېرو ۱۸ ورځو کې د پراخو مظاهرو مرکز و.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د مصر د ولسمشر حسني مبارک د دې پرېکړې چې له قدرته یې لاس واخیست هرکلی وکړ، خو دوی په مصر کې د ډیموکراسۍ په لور د چټک انتقال غوښتنه هم وکړه.
سوله ییز انتقال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په مصر کې د قدرت د سوله ییز انتقال هرکلی وکړ، ویې ویل، مصریانو خپله خبره وکړه، وینایې واورېدل شوه او مصر به بیا هېڅکله هغه هېواد نه وي، چې پخوا و.
ده وویل:
"ترهرڅه مهمه دا ده، چې د انتقال په بهیر کې باید د ټول مصر د خلکو اواز واورېدل شي. هغه جرات او استقامت چې د مصر خلکو د سوله ییزو مظاهرو له لارې وښود، د دې بدلون شاته یو ځواکمن باد و."
اوباما وویل، امریکا به بیاهم د مصر دوست او شریک پاتې شي او زیاته یې کړه، دوی هرې هغې مرستې ته چمتو دي، چې مصر اړتیا ورته لري. اوباما غوښتنه وکړه، چې په مصر کې د ډیموکراسۍ خوا ته د انتقال بهیر باید اغېزمن او بااعتباره وي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن هم د مبارک د پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل چې مبارک د مصر د خلکو اواز ته غوږ ونیو خو د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له واکه د مبارک لیرې کېدل د بدلون یوه تاریخي شېبه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې مصر به له اسراییلو سره د سولې تړونونو ته وفادار پاتې شي.
د برتانیې صدراعظم دېوېډ کمېرون او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي وویل، چې مصر باید د ازادو انتخاباتو په لور ګام واخلي.
د ملګروملتونو سرمنشي بان کي مون د قدرت د شفاف، منظم او سوله ییز انتقال او همداراز د داسې ازادو، عادلانه او بااعتباره انتخاباتو غوښتنه وکړه، چې په مصر کې ملکي واکمنۍ ته لاره اواره کړي.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسین وویل، دی خوشبینه دی چې په مصر کې د قدرت انتقال به د منځني ختیځ امنیت بې ثباته نه کړي.