د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

حسنې مبارک واک پوځي شورا ته وسپاره


حسنې مبارک له خپلې کورنۍ سره له قاهرې وتلی دی
حسنې مبارک له خپلې کورنۍ سره له قاهرې وتلی دی
د مصر د خلکو له اتلس ورځو پرلپسې مظاهرو وروسته د جمعې په ور ځ حسنې مبارک د مصر د ولسمشر په توګه دنده پریښوده او واک یې پوځ ته وسپاره .

دا اعلان د مصر مرستیال ولسمشر عمر سلیمان د مصر پر دولتي تلویزون وکړ:

(( درنو هیوادوالو ، په دې ستونزمنو شرایطو کې چې زمو هیواد ترې تیريږي، ولسمشر حسنې مبارک پریکړه وکړه چې د ولسمشر په توګه له واکه لرې شي ، او واک یې د پوځ یوې عالي شورا ته سپارلی دی . دا پوځي شورا به د دولت چارې کنترولوي. خداي (ج) دې موږ په امن کې وساتي. ))

د عمر سلیمان ددې اعلان هرکلی د مصر د تحریر په څلور لارې کې را ټولو شویو مظاهره چیانو د خوشالۍ په زورورو نارو سورو وکړ.

ویل کېږي چې مبارک او کورنۍ يې له قاهرې نه د شرم الشیح ساحلي ښارته تللي دي.
د تحریر په څلور لارې کې مظاهره چیان خوشالي کوي

هغه پوځي شورا چې د مصر واک ور سپارل شوی مشري یې ددې هیواد د دفاع وزیر حسین تنتاوي کوي . دې پوځي شورا ژمنه کړې چې کله په مصر کې ژوند بیرته عادي حالت ته وګرځي دوی به هغه اصلاحات راولي چې خلک یې غوښتنه کوي .

دنړۍ د بیلا بیلو هیوادونو مشرانو په مصر کې د حسنې مبارک ددې پریکړې هرکلی کړی دی .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د واک دا سوله ایز انتقال وستایه . نوموړي وویل د مصر خلکو خپلې غوښتنې په ډاګه کړې ، د دوی غږ واوریدل شو او مصر به نور د پخوا په شان نه وي .

نوموړي ډاډ ورکړ چې دوی به د مصر سره ولاړ وي او په مصر کې دیموکراسۍ ته د نظام د انتقال په پروسه کې هرراز مرستې ته چمتو دي.

اروپايي ټولنې هم د حسنې مبارک ددې پریکړې تود هرکلی کړی چې واک يې پریښود. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کاترین اشټان وويل: مبارک د خپلو خلکو غوښتنو ته غوږ ونیو او ویې منلې.

د برتانیې صدراعظم ډیويډ کامرون او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي بیا په مصر غږ کړی چې د ازادو انتخاباتو خوا ته دې چټک ګامونه واخلي .

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن هم په مصر کې د واک د سوله ایز انتقال هرکلی کړی او په دې هیواد کې يې د بې پرې انتخاباتو غوښتنه کړې ده .
XS
SM
MD
LG