د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

حسني مبارک د واک پرېښودو ته تیار نه دی


مبارک د انتخاباتو د عملي کولو او د قدرت د انتقال لپاره ده د دوو مهمو مادو په ګډون په اساسي قانون کې د بدلونونو ژمنه وکړه.
مبارک د انتخاباتو د عملي کولو او د قدرت د انتقال لپاره ده د دوو مهمو مادو په ګډون په اساسي قانون کې د بدلونونو ژمنه وکړه.

ګومان کېده چې د مصر ولسمشر حسني مبارک به تېره شپه ملت ته په خپله وینا کې له قدرته د لاس اخیستو اعلان وکړي، خو ډېرژر څرګنده شوه چې دا اټکل ناسم و.

د مصر د مرکز قاهرې په تحریر چوک کې تېره شپه لسګونه زره کسان راټول شوي وو او د ولسمشر حسني مبارک وینا ته سترګې په لار وو.

خو وروسته له دې چې ښاغلي مبارک په خپله وینا کې روښانه کړه، چې له واکه به لاس وانخلي، قهرجنو مظاهره چیانو چې د اولسمې ورځې لپاره په تحریر چوک کې راټول شوي وو، یوځل بیا د مبارک ضد شعارونه ورکړل.

دوی خپل بوټونه په هوا کې ښورول، چې د عربانو په کلتور کې د سپکاوي معنا لري او نارې یې وهلې، چې مړ دې وي حسني مبارک.

مبارک چې د مصر پر دولتي ټلویزیون خبرې کولې په ډاګه کړه، چې د قدرت د سوله ییز انتقال له لارې به د خپل هېواد مشرۍ ته دوام ورکړي خو د انتخاباتو د عملي کولو او د قدرت د انتقال لپاره ده د دوو مهمو مادو په ګډون په اساسي قانون کې د بدلونونو ژمنه وکړه.

د دې بدلونو له مخې د ولسمشر د صلاحیتونو یوه برخه مرستیال ولسمشر ته انتقالېږي او د ولسمشر د دندې موده محدودېږي.

مبارک په ډاګه کړه چې د خپلو صلاحیتونو یوه برخه به خپل مرستیال عمرسلیمان ته وسپاري او په سپټمبر میاشت کې به د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې ځان نه کاندیدوي.

ده زیاته کړه، د انتقال بهیر به چې په نتیجه کې یې د ده دېرش کلنه واکمني پای ته رسېږي د سپټمبر تر میاشتې دوام وکړي.

حسني مبارک وویل، چې د تېرو اولسو ورځو مظاهرو په بهیر کې د وژل شویو ځوانانو وینې به بېځایه تویې نه شي او ژمنه یې وکړه، چې د دې وژنو عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د مبارک له وینا لنډه شېبه وروسته د ده مرستیال عمرسلیمان خبرې وکړې او له مظاهره چیانو څخه یې وغوښتل، چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

ده زیاته کړه، په مصر کې ګډوډۍ ته به اجازه ورنکړي او پرې به نه ږدي چې له مصریانو څخه د ورانکارۍ په مقصد کار واخیستل شي. عمر سلیمان پوځ وستایه چې د ده په وینا د ځوانانو د انقلاب ساتنه یې وکړه.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مصر روانو حالاتو ته اشاره وکړه او په ډاګه یې کړه چې امریکا په مصر کې د یوه نظم پر بنسټ د قدرت رښتینی انتقال غواړي.

اوباما چې د مشیګن ایالت په پوهنتون کې خبرې کولې، په مصر کې روان حالات له تاریخي پلوه یو مهم پړاو وباله ویې ویل:

"موږ د تاریخ د نوي باب د پرانیستل کېدو شاهدان یو. د بدلون پړاو رارسېدلې، ځکه د مصر خلک د تغییراتو غوښتونکي دي."

ښاغلي اوباما زیاته کړه، د مصر خلک او ځوانان باید په پوه شي، چې امریکا به په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ په لور د خوځښت لپاره د دوی هرراز ملاتړ وکړي.
XS
SM
MD
LG