د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۹

سیدزاده:د قاضیانو د امنیت ساتلو لړۍ عملي کیږي


د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي ريیس جنرال عبدالغفار سیدزاده
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي ريیس جنرال عبدالغفار سیدزاده
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د نشه يي توکو پرضد د عدلي او قضایي ارګانونو او قاضیانو د ډاډمن امنیت لپاره هڅې تیزي کړي دي.

دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي ريیس جنرال عبدالغفار سیدزاده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړې.

ده وویل، د دې مبارزې لپاره یو ځانګړی عدلي او قضایي مرکز په فعالیت بوخت او د قضاتو د امنیت لپاره یي(د قاضیانو د خوندیتوب په نوم) د پولیسو ځواک موظف او دندې پرمخ وړي.

له دې ځواک سره په همدې ورځ په افغانستان کې د امریکا د سفارت له خوا د دیارلسو نوېو زرهي موټرو مرسته هم وشوه.

د موټرو د تسلمېدو پرمهال جنرال سیدزاده وویل، له نشه يي توکو له قاچاق کوونکو سره د دوي مبارزه ډیر اهمیت لري:

(ترڅو چې عدالت رانه شي، امنیت نه راځي، عدلي او قضایي ارګانونه مو په ولایتونو کې کمزوري دي، موږ غواړو د عدلي او قضایي ارګانونو قاضیانو امنیت وساتو ترڅو د قانون پلي کېدل حتمي شي.)

ښاغلي سیدزاده زیاته کړه، له نشه يي توکو سره د مبارزې د قاضیانو د امنیت ساتلو ورته قطعي به د ننګرهار او کندهارپه ولایتونو کې هم جوړې شي.

په افغانستان د امریکا د سفارت د نشه يي توکو پرضد د قانون د پلي کېدو مسئول (( میګل بربل )) وویل، هیله مند دی چې د امریکا په دوامداره مرستو د افغانستان قضایي او عدلي ارګانونه د مخدرو موادو پر ضد غوڅې او قانوني پریکړې وکړای شي:

(د امریکا دولت، سفارت او د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې زموږ نړېوال دفتر، ټول ژمن یو چې هغه مهمه دنده چې تاسې یي د قاضیانو اوعدلي او قضایي ارګانونو د خوندیتوب لپاره ترسره کوي، مرسته ورسره وکړو.)

د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې د قاضیانو او عدلي او قضایي ارګانونو د امنیت ساتلو مرکز شاوخوا درې کاله د مخه جوړ اوس مهال کابو اوه سوه تنه پرسونل لري او له پنځمې روزنیزې دورې څخه یي سل تنه پولیس فارغ شول.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې قاضیان د مخالفینو له ګواښ سره مخ دي او کله کله پرې وژونکي بریدونه هم کیږي، خو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو همدغه مرکز دنده لري چې، د هېواد د قضاتو او عدلي او قضایي ارګانونو امینت خوندي کړي.
XS
SM
MD
LG