د رپوټ برابروونکو الیکس سترایک او فیلیکس کویهین کلونه په افغانستان کې کار کړی دی او د طالبانو د یوه ډیپلوماټ بیوګرافي یا ژوند لیک یې هم ایډټ کړی.
په رپوټ کې د طالبانو د دغه پخواني ډیپلوماټ ګڼ نظریات منعکس شوي دي.
د رپوټ برابروونکي د کارپوهانو د هغې یوې کوچنۍ ډلې څخه دی، چې وایي، له طالبانو سره د سولې خبرې د افغانستان د جنګ د خاتمې یواځنۍ لاره ده.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو پخوانی چارواکی ټام ګریګ چې د نیویارک د پوهنتون د نړیوالې همکارۍ د مطالعاتو د مرکز چې دغه رپوټ خپروي غړی دی، وایي، چې په هرحال په واشنګټن کې غالب نظر دا دی چې طالبان او القاعده شریکه مفکوره لري.
ټام ګریګ وایي، طالبان او القاعده په خپل منځ کې کوم مفکوروي شراکت نه لري، بلکې سیاسي ګټو دوی سره ملګري کړي دي.
ځیني امریکایي مشران په دې نظر دي، چې پوځي فشار به طالبان خبرو ته مجبور کړي خو د نیویارک د پوهنتون رپوټ په دې اړه احتیاط څرګندوي او وایي، پوځي زورکیدای شي د سوله ایز حل لاره ستونزمنه کړي.
دنیویارک د پوهنتون دغه رپوټ تردې عنوان لاندې لیکل شوی، چې د القاعده او طالبانو ترمنځ بیلتون په افغانستان کې د بریالیتوب اساس دی.
رپوټ وایي د طالبانو په قوماندانانو او ولایتي مشرانو بریدونه به د طالبانو ځوان قشر ته چې لاسخت سری او بنسټ پالی دی، زمینه برابره کړې او د القاعده نفوذ به نورهم پياوړی شي.
رپوټ وایي امریکایي چارواکي باید مخکی له دې چې د طالبانو زاړه مشران د تحریک کنټرول له لاسه ورکړي، له دوی سره خبرې وکړي.
د رپوټ لیکونکي په افغانستان کې د ناټو د جنګ مخالفت نه کوي خو وایي چې د سولې خبرې باید د جنګ تر څنګ جاري وساتل شي.
دوی خبرداری ورکوي، چې د جنګ د عواملو د ختمولو لپاره سیاسي حل ضرور دی او که د سیاسي حل کوشش ونه شي نو جنګ به لازورواخلي.
رپوټ په کابل، کندهار او خوست کې له یوشمېر طالب مشرانو سره د مرکو او د طالبانو د نشر شویو اعلامیو په اساس برابر شوی دی، خو د دغو مشرانو نومونه ځکه نه دی اخیستل شوي، چې کیدای شي د القاعدې شبکې د غچ اخیستونکو اعمالو سره مخامخ شي.
خو بیاهم طالبانو په تیرو دوو کلونو کې داسې اعلامیې خپرې کړې دي، چې په کې له القاعده شبکې څخه جلاکیدوته اشاره شوې ده.
رپوټ وایي، چې طالبان دانه مني، چې د سولې د خبرو د یوشرط په توګه له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پریږدي.