د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۸

بابري:د لوړو زده کړو کیفیت لوړ شوی


د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمدعثمان بابري د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دولسمو ټولګیو له فارغینو څخه د کانکور د ازموینې د اخیستو پرمهال خبریالانو ته وکړه
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمدعثمان بابري د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دولسمو ټولګیو له فارغینو څخه د کانکور د ازموینې د اخیستو پرمهال خبریالانو ته وکړه
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو کیفیت لوړ شوی او په دې برخه کې جدي هڅې لا هم روانې دي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمدعثمان بابري د دوشنبې په ورځ په کابل کې د کانکور د ازموینې د دویم پړاو د اخیستو پرمهال وویل ، چې د معیاري زده کړود نظام په جوړولو به د لوړو زده کړو کیفیت لا لوړ شي.

(په افغانستان کې له دومره جګړو سره سره په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د کیفیت د تظمین سیستم پلی شي، چې هدف يي د زده کړې د نظام معیاري کول دي.

موږ باید له ځانه افغاني اکډمیک معیارونه ولرو او هغه د لوړو زده کړو په نظام کې بنسټیز کړو او د هغه پر بنسټ د لوړو زده کړو پرمختګ وسنجوو.

د لوړو زده کړو وزارت په خپل ستراتیژیک پلان کې د نوېو پوهنتونونو جوړول نه لري بلکې غواړي، چې شته پوهنتونونو ته وده ورکړي او د هغې په کیفیت کار وکړي.)

ښاغلي بابري همدا راز زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت د هڅو په پایله کې د کانکور په ازموینه کې د ناوړه ګټې اخیستنې مخه نیول شوې.

د نوموړي په وینا اوس هېڅوک نه شي کولای د کانکور د ازموینې پایلې بدلې کړي او یا هم په کې لاس وهنه وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې په روان کال کې له مرکز او ولایتونو څخه د دولسمو ټولګیو شا و خوا یو لک او دیرش زره فارغینو د کانکور په ازموینه کې نوم لیکنه کړې وه، چې تر اوسه د یو لک او پنځلس زرو څخه يي د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده.

که څه هم د کانکور په ازموینه کې د داوطلبانو شمېره زیاته شوې ده ، خو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې اټکل کیږي چې له دغې شمېرې څخه یوازې ۶۰ او یا هم ۷۰ زره يي په پوهنتونونو او موسسو کې جذب شي، خو د کانکور په ازموینه کې ګډون کوونکي د لوړو زده کړو له وزارت څخه غواړي چې د لوړو زده کړو زمینه ورته برابره کړي:

(نوم مې بشیر احمد دی، خاصې ستونزې مو دا دي، چې په وردګو ولایت کې پوهنتونونه نشته او په خصوصي پوهنتونونو کې د داخلېدو فیس نه لرو او که بې نتیجې پاتې شو نو کال ته به ورته تیاری ونیسو.)

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د کانکور د ازموینې نتایج به د کب میاشتې په وروستیو کې اعلان شي.

د لوړو زده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د لوړو زده کړو ۲۴ پوهنتونونه او موسسې موجودې دي، چې ۷۳ زره ځوانان په کې په زده کړو بوخت دي او شا وخوا ۲۱ زره نور ځوانان په خصوصي موسسو کې زده کړې کوي.

خبریاله- ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG