د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۵

۱۲تنه صرافان چې په انتخاباتي سرغړونې کې يي لاس درلود محاکمه شول


د ارشیف عکس
د ارشیف عکس
هغه دولس تنه صرافان، چې د کابل ولایت د استیناف محکمې په خبره په انتخاباتي سرغړونو او درغلیو کې یې لاس درلود د شنبې په ورځ په ښکاره ډول محاکمه شول.

دغه کسان په دې تورن شوي، چې د افغانستان د ولسي جرګې د وږي د 27 مې په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره د ځینو کسانو د رشوت پیسې تر مشخصو کسانو پورې ورسوي.

دغو دولسو تنو صرافانو ته له ځانه د دفاع په خاطر وخت ورکړل شو، چې خپله یا یې مدافع وکیلان دفاع وکړي.

د دوي په خبره چې اصلي تورن کسان نور دي، چې هغوي نه دي نیول شوي او دوي یوازې خپله د صرافۍ دنده سرته رسولې او کومه سیاسي او انتخاباتي موضوع یې په نظر کې نه وه نیولې.

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتي مبارزو پر وخت د پیسو ورکول او اخیستل یوه له لویو او جدي ستونزو او اندېښنو څخه وه.

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې ویلي وه، چې وکیلانو د خپلې بریا په خاطر د کابل په شهزاده سرای کې د پیسو راکړه ورکړه کړې ده او ځینې صرافان هم په کې برخه لري.

د ولسي جرګې د انتخاباتو معترض کاندیدان هم دغه ډول مسایلو ته په کتو سره وايي، چې یو شمېر وکیلان قانوني اعتبار نه لري او باید د انتخاباتي درغلیو د څېړلو ځانګړې محکمه په دې اړه خپل کار په جدي توګه وکړي.

راپور-معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG